کویت کې یو پسه په «۴۰۰۰۰» کویتي دیناره وپلورل شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۴ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په عربي هېواد کویت کې یو ستر پسه په ۴۰زره کویتي دیناره چې شاوخوا ۱ سلو ۳۲زره امریکایي ډالر کيږي د لیلامۍ پرمهال وپلورل شو.

د کویت خبري اژانس د راپور سره سم په دغه هېواد کې څو ورځې وړاندې یو سپين رنګه پسه د بولۍ یا لیلامۍ لپاره وړاندې شو، دغه بولي پر ټولنیزو رسنیو په ژوندۍ بڼه هم وښودل شوه.

په بولۍ کې هلته شته کسانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم برخه واخیسته، خو وروستۍ بولي یې ۴۰زره کویتي دیناره ترسره شوه، پسه هغه حال بولي ګټونکي ته وسپارل شو. دا د خپل وخت تر ټولو بې سارې او نادره بولي وه.

یو کویتي دینار ۳.۳۰ امریکایي ډالره کیږي.

د دغه لیلام شوي سپين رنګه پسه ځانګړتیا ددې ستروالی او اوږدوالی و، چې په کویت کې د اوزو او نورو پسونو په پرتله ستر و.

دغه اوږده، پیاوړي او غوښین پسه د هر چا پام ځانته راواوړه، همدا لامل و چې بولي یې تر ۴۰زره دینارو ورسېدله.

له بل پلوه پر ټولنیزو رسنیو دغه کار د بېلا بېلو کاروونکو لخوا په سخته وغندل شو، دوی په نړۍ کې د مسلمانانو حال او د عربانو وزګارتیا او ناسمې پېښې د حیرانتیا او اندیښنې وړ وبللې.

کویت هېواد د ارزښت لرونکو څيزونو او مالدارۍ په اړه شهرت لري، په دې برخه کې یې ګڼ شمېر نړیوال ریکارډونه هم په خپل نوم کړي دي.

څو ورځې وړاندې په دغه هېواد کې د «عرنون» په نوم اوښ بولۍ ته وړاندې شو چې په پایله کې په ۱۶ ملیونه کویتي دینارو (شاوخوا ۵۳ ملیونه ډالر) وپلورل شو، ددغه اوښ نوم وروسته د نړۍ تر ټولو قیمتي اوښانو په توګه د Genies نړیوال ریکارډونو په کتاب کې د نړۍ کې تر ټولو قیمته اوښ په نوم ثبت شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
استاد اريوبى
میلمه
استاد اريوبى

دا دوزګارو عربو نخرې دي ، د نړۍ ضعيف الاقتصاده ولسونه وګوره ، د عراق ، سوريې ،فلسطين حالات وګوره ، او د دې نخره بازو نخرې وګوره

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
استاد اریوبی ته،
دا د عربو نخری نه بلکه مالداری ته خپل ولس تشویقول دی،نخری او د انسان کرامت ته سپکوی په لاندی ډول،
بمونو واسکټ انسان ته وراغوستل
په بمونو انسان الوزول،
په لاره کوڅو سړکونو کی ماینونه انسان لپاره خښول،
له هوا څخه په انسان بمونه غورځول.
څلویښت کاله جنګ،پردیو (پاکستان امریکا)ته خپل مسلمان افغان بمونو وریت کول.
او داسی نور……….