ورزش

مسعود اوزیل د «۱۰۰۰» ناروغ ماشومانو د جراحي عملیاتو کفالت کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د فوټبال مشهور مسلمان ستوري مسعود اوزیل اعلان وکړ چې نوموړي د هغې اعلان سره سم چې د واده په ورځ یې د خپلې میرمنې سره ژمنه کړې وه، په ترڅ کې د بې وزله ۲۱۹ ماشومانو عملیات ترسره کړل.

۲۹ کلن اوزیل د خپلې میرمنې سره ژمنه کړې وه چې د نړۍ ۱۰۰۰ اړمنه ماشومانو جراحي عملیات او درملنه به کوي.

ترکي نسله جرمني لوبغاړي د خپلې میرمنې سره د واده په ورځ هغه مهال چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان هم ګډون درلود، د سوریا کډوالو او بې وزلو ته د خپل واده نفقې د ورکړې اعلان وکړ.

د یاد اعلان سربېره مسعود اوزیل دا اعلان هم وکړ چې د هغه ماشومانو چې والدین یې له درملنې قاصره دي، بشپړ درملنه او عملیات وکړي.

د ارسنال لوبډلې مشهور لوبغاړي اوزیل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، «لکه څرنګه چې ما او میرمنې مې د ۲۰۱۹م کال په جون میاشت کې اعلان کړی و، مونږ به د ۱۰۰۰ بې وزله ماشومانو د جراحي عملیاتو نفقه ورکړو چې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د اړمنو ماشومانو ژوند بدل کړي».

نوموړي زیاته کړې، «په نړۍ کې د اړمنو ماشومانو سره د مرستې لپاره ډیر څه ته اړتیا ده، له هغو ټولو مننه کوم چې په دغه خیریه پروژه کې یې له ماسره مرسته وکړه».

اوزیل چې (په ۲۰۱۴م کال کې د جرمني لوبډلې د نړیوال جام ګټونکی و) د نړیوال جام په جریان کې د ناروغ ماشومانو لپاره د درملنې یو نوښت غوره کړ، په کوم کې چې د فوټبال بېلا بېل ستورو برخه واخیسته، دغه جریان کې یادو لوبغاړو د ۱۱ ماشومانو د جراحي عملیاتو نفقه پر ځان ومنله.

څو ورځې وړاندې مسعود اوزیل په چین کې د ایغور مسلمانانو په اړه د نړۍ په مسلمانانو غږ کړی و چې د یادو ستونزو په اړه جدي اقدام وکړي. د نوموړي پر دغه خبرو د چین هېواد سخت غبرګون ښودلی و.

د چین هېواد یوې کلبې لوبډلې د روان پړاو سیالیو نه وړاندې له مسعود اوزیل غوښتي وو تر څو د ارسنال لوبډلې څخه د زیاتو پيسو په بدل کې ددې لوبډلې سره یوځای شي، خو اوزیل یې په ځواب کې زړور او قوي دریځ غوره کړ، «اوزیل د یوه ژوندي ضمیر خاوند دی».

نوموړي څو ورځې وړاندې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو: «ختیځ ترکستان (ترکستان شرقیه)، چیرې چې د اسلامي امت وینې توییږي:، اسلامي نړۍ په داسې وخت کې غلې کیدونکې ده چې غربي نړۍ په ختیځ ترکستان کې د سرغړونو څرګندونه کوي».

اوزیل د جرمني پخوانۍ نړیواله ټولنه هم وغندله چې د چین ایغور مسلمانانو په جبري ایستلو فشار راوړي، مسعود اوزیل زیاتوي: «په ختیځ ترکستان کې… قران کریم سوزول کیږي، مسجدونه بندیږي، ښوونځي ویرول کیږي او دیني عالمان یو په بل پسې وژل کیږي، نارینه ورونه په زوره پوځ ته په تللو اړ ایستل کیږي، خو مسلمانه ټولنه په دې اړه خاموشه ده، دفاع یې نه کوي، ایا نه پوهیږئ چې ظلم منل یو بل ظلم دی؟».

ترکي الاصله مسلمان لوبغاړی مسعود اوزیل په فوټبال کې د جرمني لوبډلې لخوا لوبېده چې په ۲۰۱۴م کال کې د نړیوال جام ګټونکی هم شو، په ۲۰۱۸م کال کې د توکمپالنې او سپکاوي له کبله د جرمني لوبډله پریښوده او خپل نړیوال کیریئر ته یې د پای ټکی کیښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x