افغانستان

اشرف غني بدخشان ته ولاړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ بدخشان ولایت ته ولاړ.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئيس محمداشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د بدخشان ولایت مرکز فیض اباد ښار ته ولاړ.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «جمهوررئيس غني به د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستې مراسمو کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډون ترڅنګ د یاد ولایت مسوولینو، مشرانو، علماو، ځوانانو او ښځوسره جلا کتنې هم ولري.»

اشرف غني داسې مهال بدخشان ته ځي، چې څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسیون له لوري د ولسمشریزو ټاکنو تر ټولو مخکښ نوماند اعلان شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x