نړۍ

دخروټ آباد پیښه: راته امر وشو چي ټول تراور لاندي راولو

chechen_woman_killed_in_quetta(مي ۲۰۱۱/۲۷) کوټه: دکوټي دپیښي یوه بله ویډیو پر منظر عام باندي راغله په ویډیو کي ښکاري چي پولیسو ته امر کیږي چي ټول تراورلاندي راولي، پولیس یو دم پر مظلومو اوبی وسه چیچنایانو باندي ډزي کوي او ټول وژني.

په ویديو کي څرګنده ښکاري چي یو پولیس دیوي ژوبلي چیچین میرمني لورته رانیژدي کیږي ډزي باندي کوی او وژني یی، بل لوري ته داغزنو تارونو په مابین کي یوه ژوبله میرمنه دبلي ژوبلي میرمني پر سر باندي دهغي برقع (حجاب) خوره وي ترڅو سر یی پټ کړی او وروسته دهغي لاس دخپلي سیني لورته کشوي دبی وسي په حالت کي سرپه ځمکه باندي ږدي او دژوند اخیرني سلګي اخلی.

یوه میرمنه په ټپی حالت کي دپولیسو لورته لاس پورته کوي دخپلي بی وسي اومظلومیت اظهارورته کوي خو هغه هم پرځاي ددي چي دژوبلی میرمني مرسته وکړي هغي باندي نوري ډزی کوي او ورباندي بی شماره مرمي اوري، په عیني حال کي دپولیسو یو قومندان هڅه کوي ترڅو دژوبلي میرمني لورته ځان نیژدي شي خو دپاکستان دنیمه فوځي چارواکو( ایف سي) له لوري ورباندي ږغ کیږی چي مه ورته نژدي کیږه پدي حال کي یو بل پولیس وړاندي کیږی پرژوبلي اومسافري میرمني نوري ډزی کوي او وژني یی.

او وروسته وژنکو پولیس خبري رسنیو ته وایی چي ویره اچونکي مو ووژل، دنويو ویډیو ګانو له منځ ته راتللو څخه وروسته دخروټ اباد دچیچنا یانو دوژلو پیښه له ډیرو سوالونو سره مخ کړی ده، داپرځاي خبره ده چي ډزي کونکي عسکر وژوبلي میرمني ته نژدي ولاړ دي، خودومره نژدي هم ندي چي له هغه ځایه څخه دي نوموړی ددي پخلی وکړي چي له زخمي میرمني سره لاسي بم ورسره وو.

څرنګه پولیسو کولاي شول چي ددي سپیناوي یی کړای وای چي له ژوبلي میرمني سره لاسي بم ورسره وي کچیري رښتیا هم لاسي بم ورسره وي  نو بیا نژدي ولاړو عسکرو باندي یی برید ولي نه ته ترسره کاوه. اوبل څه وجه وه چي ولاړو وسلوالو دکوټي دپولیسو یو قومندان داود جونیجو پری نښود ترڅو ژوبلي میرمني ته نژدی ورشي اومخکي له دي څخه چي داود جونیجو زخمي میرمني ته ور نژدي کیدو کوښښ کوي پرهغه ږغ کیږي چي نژدي مه ورځه او وروسته پرزخمي میرمن باندي نوري ډزی کیږي او وژل کیږي.

ولي یوي ښځه باندي په داسی وخت کي ډزي کیږي  چي هغه په زخمي حالت کي لاس پورته کوی خپله بی وسي اومظلومیت ډزی کونکو ته ښيي او په عیني حال کي دپولیسو یو قومندان هڅه کوي ترڅو ژوبلي میرمني ته نژدي ورشي خو د نیمه فوځي چارواکو له لوري دهغه مخه نیول کیږي او پر میرمنه باندي بی شماره ډزي کیږي، ایا دډزی کونکي باورنه وو چي هغه دي په اول یا دوهمه مرمي له منځه تللی وي او که یی غوښتو ترڅو چي څوک ترهغي پوري ورسیږی باید ورپکي دومره توان نه وي پاته ترڅو کوم ږغ یی ترخوله ووزی اودپولیسو یوقومندان  چي غوښتویی زخمي میرمني ته نژدي ورشي ترکوم حقیقت پوري ورسیږي.

بخت الرحمن بخت ……………………. نن ټکی اسیا

په دغه اړه دپاکستاني کالم لیکونکي عبد الله طارق سهیل کالم د لوستونکو سره شریکه وو:

{youtubejw}edtemmeb0Fw{/youtubejw}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x