افغانستان

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ته تر شپاړلس زره ډېر شکایتونه رسېدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مسئولین وایي، د بېلابېلو ټاکنیزو ډلو له لوري ورته تر دې دمه تر ۱۶ زره ډېر شکایتونه رسېدلي.

د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون د دارالانشاء رییس «چمن شاه اعتمادي» په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « تر دې دمه شپاړلس زره او دوه سوه شکایتونه د ټاکنیزو شکایاتو له کمېسیون سره ثبت شوي.»


ویل کېږي، په ثبت شویو شکایتونو کې اته زره شکایتونه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم له لوري، څلور زره شکایتونه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت له لوري، دوه زره د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم له لوري او پاتې نور یې د نورو بېلابېلو ټاکنیزو ډلو له لوري ثبت شوي.

زرګونه شکایتونه داسې مهال د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ته رسېږي، چې څو ورځې وړاندې د ټاکنو کمېسیون لومړنۍ پایلې اعلان کړې او  د دولت جوړوونکي ټیم مشر «اشرف غني» یې مخکښ نوماند اعلان کړ.

اعلان شوې پایلې اکثریت ټاکنیزو ډلو رد کړې او ټاکنو کمېسیون یې د دولت ساز ټیم په پلوي تورن کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

که ۱۶ لکه شکايتونه هم ثبت سی څه به ونکړای سی ، د غلام دولت اصلی واکمنو باس او ايليز دواړو دا انتخابات و نه منل ، باس ويل دا نتائج آخری ندی او ايليز وويل چی ډيرو افغانانو ګډون نه و پکښی کړی ، خو غلامان بياهم سر نه خلاصوی او هسی چټی لاهم پکښی لګيا دی . اشغالګرو نه يوازی دوی خپل مزدوران او غلامان کړیدی د دوی څخه يی عقل ، فکر او شعور هم اخيستی دی او پوره په پښه تړلی خره يی ځنی جوړ کړیدی (ښه دی چی خر په لوستلو نه پوهيږی کنه خوابدی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x