د نن سرلیکنه

پر افغانستان د شوروي یرغل د څلویښتمې کلیزې په مناسبت

نن ټکی اسيا سرليکنه

د مرغومې شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له څلویښتمې کلیزې سره برابره ده.
د پرونیو شورویانو دا یرغل د نننيو امریکايانو د یرغل په څیر د افغانانو په منځ کې ځانګړي مدافعین او د هغه توجیه کوونکي لري.

پرونیو کمونیستانو هغه د افغانانو لپاره د کور ، کالي ، ډوډۍ تر شعار لاندې توجیه کاوه او نني ښاغلي یې د امنیت ، قانونیت او دیموکراسي په نوم توجیه کوي.

افغان ولس د دواړو تیریو نتیجه او د هغو د مؤیدینو عملکرد ولیده.

د دواړو یرغلونو د یرغلګرو او د هغو د ملاتړو په اړه افغانان خپل قضاوت لري، خو له بده مرغه چې د هغوی قضاوت ته څوک اعتناء نه کوي.

د شورویانو په یرغل کې تر یونیم ملیون ډیر افغانان شهیدان ، تر همدې زیات ژوبل او تر هغو زیات وطن پریښودوته اړیستل شول.

د کور، کالي ، ډوډۍ تیر ایستونکي شعار د معکوسو پایلو په ورکولو سره د افغانو لپاره په ګور، کفن او تباهۍ بدل شو چې په ترڅ کې یې ټول افغانستان په کنډواله بدل شو.

د امریکایانو یرغل پر بشري تلفاتو سربیره افغانانو ته په اخلاقي او کلتوري لحاظ هم نه جبرانیدونکي زیانونه واړول او دا لړئ لا هم دوام لري.

پر افغانستان د شوروي یرغل د څلویښت کلنې کلیزې په مناسبت کې هم د یرغلګرو او هم د هغو د ملاتړو لپاره ډیر درسونه پراته دي.

دریغه چې له هغو څخه په عبرت اخیستو سره نور دې ناورین ته د پای ټکی ښودل شوی وای.

شورویان پر دې اعتراف لري چې پر افغانستان د دوی یرغل د دوۍ د ځواکمنې امپراتورۍ د راپرځیدو لامل شو.

امریکایان او د هغوی ملاتړي که هرڅومره پر افغانستان خپل یرغل توجیه کړي خو یوه ورځ به خامخا دوي هم د پخوانیو شورویانو په څیر دغه ډول یوه ترخه اعتراف ته مجبوریږي.

افغانان د امریکایانو تاریخي محسنین دي ، لهذا هغوی په دې پوه شي چې د محسنو افغانانو په کور کې په اوربلونې سره له ځان سوځولو پرته بل څه نشي ترلاسه کولی.

که خبره د افغانستان د امن او ثبات وي نو امن د نا امنۍ د عواملو په له منځه وړلو سره راځي نه د هغو په تازه کولو سره.

که د جګړې په پایته رسولو سره همدا نن افغانان په امن شي ، د هغوی ګاونډ ، سیمه او په مجموع کې ټوله نړۍ ورسره په امن کې کیږي ، لهذا ضروري ده چې د نړیوال امن او ثبات لپاره تر هرڅه لومړی په افغانستان کې جګړې و درول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ په خیر،
کور،کالی،ډوډی، بی نتیجه
مجاهدینو راوالپنډی دولت .نعاری یی د شرعیت،کاوه یی په شرعیت تجارت.
طالیبانو دولت،امن راوستل یی شعار،خو چلول یی په ولس متروکی،او کیبلونه
پاچهی دفتر یی د واسکټ په جیب کی ګرځونه،
ولس ته کار بار زمینه برابری کی یی برعکس د ولس ګیری،بریتونه کنترول کول ،
د غنی او کرزی حکومتونه ابادی،کی ښه وه.فقط چه جنګ ختم شی،
طالیبان باید له سوله سره یو ځای،وسله په زمه کیږدی،امریکایان په وتلو دی

غ.حضرت

د پورته لیکنی سره مرتبط عکس د شلمی پېړۍ تر ټولو حیرانوونکی او ښکلی عکس دی.
امّا بعد
د جدی د شپږمی توره ورځ زموږ پر هیواد د شپږو تورو لسیزو د تورو حاکمیتونو د تورو کړنو توره نتیجه وه.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x