افغانستان

بلخ: پر دفاعي قرارګاه د طالبانو برید دوه ویشت عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د خاص بلخ ولسوالۍ په دفاعي قراراګاه د طالبانو برید عسکرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي “‏‎نن سهار وختي د بلخ خاص بلخ ولسوالۍ بنګله سیمه کې د یادې ولسوالۍ په دفاعي قرارګاه لومړی قوي تکتیکي چاودنه ورپسې برید وشو.”

مجاهد زیاتوي “د عملیاتو په نتیجه کې قرارګاه فتحه، د خاصې قطعې قومندان په شمول ۱۴ عسکر قتل، ۸ نور ټپيان شول.”

د مجاهد په خبره، په برید کې ۲ ټانګونه ویجاړ، ډیره وسله او مهمات نیول شوي.

سیمه ییزو چارواکو تر دې د مه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x