نظــر

طالبان د مسلمان انسان په تاريخ کې

عبدالرقيب رقيب

کله چې الله ﷻ رب العزت مومنانو ته امر وکړ چې يوه طايفه د دين زده کړې ته ځانګړې کړې, ترڅو نور مومنان جهادي او تجارتي چارو ته فارغ وي او په عين حال کې له همدې (علمي) طايفې نه د اړتيا په صورت کې ديني مسئلې زده کړي

لکه چې داسي فرمايې:

(۞ وَمَا كَانَ ٱلۡمُؤۡمِنُونَ لِیَنفِرُوا۟ كَاۤفَّةࣰۚ فَلَوۡلَا نَفَرَ مِن كُلِّ فِرۡقَةࣲ مِّنۡهُمۡ طَاۤىِٕفَةࣱ لِّیَتَفَقَّهُوا۟ فِی ٱلدِّینِ وَلِیُنذِرُوا۟ قَوۡمَهُمۡ إِذَا رَجَعُوۤا۟ إِلَیۡهِمۡ لَعَلَّهُمۡ یَحۡذَرُونَ)
[سورة التوبة 122] او له مؤمنانو سره نه ښایي چې (د تل لپاره) ټول (جهاد ته) ووځي؛ نو ولې د هغوی له لویې ډلې يوه کوچنۍ ډله و نه وته چې په دین کې پوهه تر لاسه کړي او خپل ټبر ووېروي كله چې هغوى ته راوګرځي، ګوندې هغوى (له ګناه) ډډه وکړي.

همدا سبب و چې د رسول الله ﷺ د مسجد ترڅنګ په غريبانه جونګړه کې شاوخوا اويا تنه ځوانان ميشته ول, ديني مسائل يې زده کول او نورو ته يې دين رسول.
دغه طالبان له دنيوي مصروفياتو لاس په سر وو; دوی په داسي ودانۍ, جامو او خوراک قناعت کاوه چې د نشت برابر وو.

د رسول الله ﷺ په وخت کې “بيت المال” نه وو, چې مال به پيدا شو فورا يې مستحقینو ته تقسيماوه. هغه وخت حکومت د مالياتو او ګمرکاتو په نوم څه نه اخيست; د مسلمانو مال د زکات, خيرات او غنيمت د پنځمې ټولګه و. دغو طالبانو ته هم د رسول الله ﷺ له طرفه د زکات, خيرات او غنيمت نه دومره څه ورکول کيده چې د دوی ګوزاره ورباندي وشي; که به څه نه و, نو طالبانو له لوږې سره داسي مبارزه کوله لکه نورو چې به د جنګ په ډګر کې له دښمن سره کوله.

همدا سلسله روانه وه, د اسلام په واکمنيو کې علمي قشر ته له بيت المال نه دومره څه مقرر و چې هغوی علمي خدمت ته فارغ وي; طالبانو د نورو له اوږو نه په علمي ډګر کې کفايت اخستی و, نورو د طالبانو د ژوند اړتياوي په ذمه وړلې, ژوند او نظام همدغسي روان و.

طالبان د مسلمان افغانستان په تاريخ کې:

طالبان د افغانستان په تاريخ کې يواځي د مکلفيت صفحې لري، د حقوقو په نوم نه لري.

د مسلمان افغانستان له دیارلس سوه کلن تاريخ نه د هيڅ واکمن له لاسه د طالبانو لپاره ودانۍ, کتابتون, نصاب او هيڅ شی نه لرو.

د مسلمان افغانستان د واکمنو له لاسه د طالب په نوم چې څه لرو, هغه زندانونه او هدیرې دي!

د افغانستان په پينځه زره کلن تاريخ کې د طالبانو واکمني له صفره پرته ثبت شوې ده.

په بل تعبير: د افغانستان په پينځه زره کلن تاريخ کې طالبانو يواځي پينځه کاله واکمني کړې ده.

د ظاهرشاه او داود په واکمنيو کې هرچاته حقوق منل شوي و, خو طالبانو په کروندو کې د شپېشتو او ريشکو خوړلو اجازه هم نه لرله; ولسونو خپلو مږانو ته ريشکې او شوتلې کرلې, خو ولسواکانو طالب ته اوربشي هم نه ورکولې.

د طالب نوم يواځي د مکلفيت په ليست کې ثبت و, عسکري ته بيول کيده اما د حقوقو په ليست کې د طالب په نوم هيڅ نه و.

د سيکانو لپاره د ږيرې پرېښودو اجازه وه, خو طالب عسکر ته لازمه وه چې ږيره يې خريلې وای; ږيره د پيغمبر سنت او د طالب ملکيت وه, خو واک يې د ظاهرشاه سره محفوظ و.

دا واکمنۍ لاړلې, نور واکمنان د “کور, کالي, ډوډۍ ” له شعار سره راغلو, خو طالب ته يې ګور, کفن او غمونه ډالۍ کړل، چيرته چې د دغو واکمنو لاس رسی کيده هلته يې د طالب غريبه جونګړه ولاړه پرې نښوده, طالب يې له خپلو پښو نه په لغته وواهه د نورو پښو ته يې غورځار کړ.

دا واکمنۍ هم لاړلې; بيا هر سړی واکمن شو, باچا شو; ښار په ښار, کلي په کلي واکمني شوه, خو طالب د خپلې ويرانې جونګړې څلور پوټيزه دروازه بيا جګه کړه, د شړومبي ناتار ته يې د چايو پياله پيدا کړه او په “قوت لا يموت” يې هااااغه تاريخي مکلفيت ته ملا وتړله, خلک يې سياست او تجارت ته وزګار کړل, خپله يې ديني زده کړو ته دوام ورکړ, د اړتيا په صورت کې يې له هيچا دغه رڼا ونه سپموله, په مفته يې ماشوم او زاړه ته علم رسونه بيا پيل کړل.

بدبختانه چې دا وار په ولس داسي واکمن راغلل چې د طالب ترڅنګ يې ولس ته هم غمونه او کفنونه راوړي وو.

خط يې په لغتو ليکل
د قلم په ځای يې ټوپک چلول
د سياهي غوندي يې وينې کارولې
د ودانيو د تاسيس ډبرې يې ماينونه و
يو بل يې د مېزايل او هاوانونو په ډاليو ويشتل
ښارونه يې ويجاړ کړل, پت ليلام شو, عزتونه پايمال شول , ناموسونه لوټ شول..

د ولس کريغو طالب له مطالعې وه ايست, هغه و چې طالب په حرکت شو, په حرکت کې برکت شو, پسي لوړ شو امارت شو..

طالب په طول د تاريخ کې د لومړي ځل لپاره واک په لاس کې واخيست.

طالب د ټول تاريخ له جفاو راوتلی, ظلمونو وهلی, زندانونو خوړلی خو د دښمنانو په نوم يې ليست نه لرل, د هيچا سره يې حقد نه پالل, چاچې ورباندي زړونه يخ کړي و, د طالب واکمني د هغوی لپاره هم د سايې پراخه ونه وه..

د طالبانو لوی جنايت دا و چې مدرسې يې جوړې کړلې!
طالب ديارلس پېړۍ د نورو واکمني وزغمله, خو نورو نيمه لسيزه هم طالب ونه زغمل.

نورو نورو ته لاس ورکړ, هيواد يې يرغمل کړ, افغانان يې در په درکړل.

احزابو طالبان ژوندي وسوځول, لاس تړلي يې په ډلييز شکل ووژل, چې په لاس به ورغلو هغه يې تورو زندانونو ته غورځول, چې خلاص شول هغوی په تورو ليستونو کې پراته دي.

داسي واکمنان راغلل چې د طالب جونګړه يې په طالب برسيره لوټې لوټې کړه, د طالب په څټ يې د غاصب او ترهګر ټاپه سريښ کړله, طالب يې د تورې بلا په نوم ونوماوه!

طالب دیارلس پېړۍ تش نس, په مفته د خلکو علمي خدمت وکړ, کله چې د ظالم په وړاندي د خلکو نه د دفاع په خاطر ميدان ته راووت د “قاتل” په لقب ونازول شول!
برعکس, چاچې اويا کاله ولسونه او حکومتونه وګرول, لس لسيزې يې د پاچاهي ترلاسه کولو لپاره آسونه وځغلول هغوی “خدايې خدمتګاران” يادېږي. خر هم د “بې قدره خـدمتګار ” په نوم ولمانځل شو..

طالب دومره له خپلو حقوقو لرې پاته شوی چې اوس خپله هم خپل مظلوميت نشي حس کولای، له طالب نه چې حق واخيست شي, ظلم ورسره وشي طالب د مظلومیت چيغه هم نشي پورته کولای، ځکه طالب په هيڅ کې د ځان حق نه ويني!

په تير شوال کې د طالبانو له خوا د معارف رئيس د پکتیکا څو مدرسو ته کتابونه ورکړل, خو د کابل حکومت د هغو مدرسو سرپرستان ونيول, نقدي جريمه او قومي ضمانتونه يې ورنه واخيستل ، چې بيابه د طالبانو نه کتابونه نه ورنيسي، بيا يې خوشي کړل. خو د طالبانو د معارف مسوولين, د دې په ځای چې د خپل حق غږ پورته کړي، د کابل حکومت د معارف هيئت يې آن تر ډيلې بدرګه کړ او د هغوی د مکاتبو د فعاليت په اړه يې پوره ډاډ او د مرستې ژمنه ورکړه.

حال دا چې د طالب د نصاب کتابونه د مسلمانو د سترو علمي, عقيدوي, اخلاقي او مشهورو منل شويو علماو له خوا تصنيف شوی او د ولس په بسپنه پيرل شوی, خو د کابل اداری نصاب د يرغلګرو نصاراو تر سرپرستۍ لاندي, د هغوی په پيسو د هغوی له ذهنونو او ماشينونو راوتلی نصاب دی.

طالب چارواکي بيا هم د خپل نصاب په اړه چوپ پاتي دي او د پرديو د نصاب په ترويج کې ستړي ستومانه دي!
دا ځکه چې له طالب نه د خپل حق پېژندلو او غوښتلو قوه سلب شوې ده!

داسي طالبان پېژنم چې د يرغلګرو له راتلو مخکې يې د ولس په مرستو مدرسې جوړي کړې وې، اوس نه خپلو سيمو ته تللی شي, نه هغه مدرسې فعالولای شي، ګنا يې دا ده چې طالب و, مدرسې يې يا د کابل حکومت کنډواله کړې, يا يې د مسوولينو کورونه او دفترونه پکې فعال کړل, خو يادو طالبانو د دې په ځای چې خپلې مدرسې ژړلې وای د کابل د حکومت معارف ته فعاليت پيل کړی دی, په داسي حال کې چې د کابل له حکومت نه, ګرزي هم پټ!

دا ځکه چې له طالب د خپل حق غوښتلو روحيه سلب شوې ده، د ظالمو واکمنانو تر بي انصافيو لاندي پوخ, اسي په ژړا پوخ دی.

اوس په طالب يوه بله دوسيه سپره شوې ده, هغه دا چې له طالب نه د ديني علم تر څنګ – چې اصلي وظيفه يې ده – د تخنيک او اقتصاد په پښو درولو غوښتنې هم کېږي، که طالب دا دری واړه وظيفې ترسره نه کړي نو طالب يعني مهمله ټوټه!

دا کندوان غواړي چې طالب يې نسونه ور ډک کړي
دا څروي غواړي چې طالب ورباندي جامې وپېچي
دا نانځکې غواړي چې طالب ورته لاسونه او پښې ډالۍ کړي.

له يوې خوا طالب ته د ژوند حق نه ورکوي , له بلې خوا ورنه د دين او دنيا خدمت غواړي!

په اخير کې به ووايو چې طالب غريب پيل شوی و, غربت ته واپس شو, مبارک باد دي وي غريبانو لپاره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

رقیب صاحب ! الله ج دی احرونه درکړی ښکلی او د طالب ستونزی مو پهشه انداز کی تمثیل کړی وی د قدر او ستاینی وړ وی ډیره مننه کوو

جميل

حق مو ليکلی محترم رقيب صاحب ، خيرونه مو په نصيب سه . دی مبارکو طالبانو ډير درانه بار ته ملا ورکړيده الله تعالی دی خير ورپيښيی ، چی دا بار به تر کومه يوسی ، دوی او د دوی لارويان به ۱۰ ، ۲۰ ، ۵۰ ، ۱۰۰ کاله او يا تر هغه ډير به په همداسی اميری ، اتحاد ، او خاکساری کی پاته وی ،؟ زه وايم چی هو ، خو چی همداسی ايمان پکښی وی لکه اوس ، ډير انسانان به د بنده د بنده ګی خلاص کړی انشاءالله مسلمانان ډير وزکليدل ، ډير بيعزته او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x