شعـــــرونه

د غميو خريداره!/الياس فاتح

الياس فاتح

په ښار کـې د ډبــرو د زړه وساته هېنداره
د ژوند لــوړو ژورو کې قدم ږده په کراره

په يوه شېبه مسکا چې ژړا وانخــلې د عمـر
په منډه منډه ځه د جادويي عشق له بازاره

داغونه چې ونه خورې د غاټول په شان سېنه کې
رامات چې په ملا نه شې د نرګس په شان بېماره

په نيمه شپه دې چم کې غلې غلې ژړا اورم
د اوښـکو ډېوې بلې هره شپــه وي تر سهاره

زموږ د وينو څاڅکي خو تر ستورو هم اوښتي
نو څومره مو نور سوځې ازادۍ ته انتظاره

دا کونډې رنډې اوښکې خرڅوي د وطن مور ته
په څه قيمت يې اخلې؟ د غميو خريداره

په خوله دې بشريت دی په لاسوکې دې وحشت دی
د امن دعـــوه داره، د بـــمونو ټيکه داره

د روح په مرۍ خولې لګوي مست دي ليوني دي
دردونه دې تسکين کړه د فاتح د زړه پرهاره

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

په خوله دې بشريت دی په لاسوکې دې وحشت دی
د امن دعـــوه داره، د بـــمونو ټيکه داره

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x