افغانستان

یوناما: تېره یوه لسیزه په افغانستان کې تر سل زره زیات ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي «یوناما» وایي، په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان جګړې له سل زرو د زیاتو ولسي وګړو ژوند اخستی.

نن ورځ «پنجشنبه» د یوناما له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « جګړه لاهم په افغانستان کې د ملکي وګړو ژوند اخلي. زه په ډیرې خواشینۍ سره تاییدوم چې یوازې په تیرو ۱۰ کلونو کې چې ملګرو ملتونو له ۲۰۰۹ کال راهیسې په سیستماتیک ډول د ملکي تلفاتو ثبتول پیل کړي د ملکي وګړو تلفات تر ۱۰۰زرو اوړي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «  سوله د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده. زه د افغانستان د خلکو او نورو مهمو اړخونو د هڅو هرکلی کوم، چې پربنسټ یې د افغانانو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې ترسره او پرمختګ رامنځ ته شي. په داسې حال کې چې د سولې د هر ډول هڅو پر وړاندې باید ګڼو ننګونو ته رسیدنه وشي، ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هر اړخیز بهیرڅخه ملاتړ وکړي چې د ټولو وګړو بشري حقونه خوندي او تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.»

د خبرپاڼې په پای کې د جګړې په پای ته رسېدو ټینګار شوی او زیاته شوې «  سوله د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینه ده. زه د افغانستان د خلکو او نورو مهمو اړخونو د هڅو هرکلی کوم، چې پربنسټ یې د افغانانو ترمنځ مستقیمې خبرې اترې ترسره او پرمختګ رامنځ ته شي. په داسې حال کې چې د سولې د هر ډول هڅو پر وړاندې باید ګڼو ننګونو ته رسیدنه وشي، ملګري ملتونه ژمن دي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې له هر اړخیز بهیرڅخه ملاتړ وکړي چې د ټولو وګړو بشري حقونه خوندي او تلپاتې سولې ته لاره هواره شي.»

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې هېښوونکې شمېرې خپروي، چې په دې وروستیو کلونو کې د ګډو ځواکونو عملیاتو د یاد وتلفاتو کچه تر بل هر وخت لوړه کړې او هره میاشت لسګونه عام وګړي ددې ځواکونو له لوري د ترسره کېدونکو شپنیو عملیاتو او رنډو چاپو قربانې کېږي.

ورته لیکنې

Back to top button