
سمنګان: اربکيانو د ديني عالم په کور چاپه کې د قرآنکريم نسخې سوځولې
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۵ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سمنګان ولايت په روی دواب ولسوالۍ کې اربکيانو د يو دیني عالم په کور چاپه اچولې ده او ګڼ شمير د قرآنکريم نسخي او دیني کتابونه يې سوځولي دي.
راپورونه وايي چې د روی دواب ولسوالۍ اړوند نوروزي سيمه کې اربکیانو د سيمې د يو تن ديني عالم«مولوي صوفي ګلمراد» په کور چاپه اچولې ده او د هغه کور او کتابخانه يې سوځولي دي.
سرچينه زياتوي چې د اور له امله د کتابخانې ګڼ شمير کتابونه او د قرآنکريم نسخې سوځېدلي دي او همدا راز د کور سامان هم زيانمن شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د يو بل ديني عالم «پچير ملا صاحب» په کور هم ګډو ځواکونو چاپه اچولې وه چې د کور سامانونه يې زيانمن کړي وو.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ملکي وګړو او په ځانګړې توګه د ديني عالمانو په کورونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې ډیری وخت ملکي وګړي د ګډو ځواکونو له لوري وژل کيږي، کورونه يې نړول کيږي او ځينې کسان ژوندي له ځان سره وړي.
بس همدا ظلمونه دی، سوک راته عالم بدناموی مسجد ورانوی چی ورته ووایی ولی ظالمه؟ وایی وطن ساتم د وطن دفاع کوم، سوک بیا راته مسجد کی زانمرگی کوی په لسهاوو بی گناه شهیدوی په لارو کی ماینونه شخوی چی ورته وایی ولی ظالمه؟ وایی جهاد کوم کفار راغلی، واه ظالمه کفارو سره قطر کی روشونه او چلو او پیرینی وهی، دهغو خخه خپل ۱۵ میلیونه بکسه د دالرو وهی خو ما د جهاد او اشغال گر سره دفاع په نامه وژنی. خدای مو راخخه ورک که. نه طالب نه فعلی فاسد حکومت غوارو دواره خاینان یاست. استثنا سته.
تاسو چی په مسجد کی په زانمرګی کوی په لسهاوو قران کریم پکی سوزول شوی دی. ایا هغه قران شریف سوزول له دی سره په حرمت کی او جنایت کی فرق لری؟ خدای تعالی دی هغه چاته سزا ورکری چی نه د الله تعالی کتاب ورخخه پاته دی او نه هم اولس.
خدای مو خوار کړه ، چی ياست
د يو عالم نه هرڅه واخله خو په کتابو يی کار ملره ، دا ډير ظلم دی .
پدی پوه سه غلامه اربکيه چی د مظلوم د دعا او د ښرا تر عرشه حجاب نسته .
پدی هم پوه سه ذليله اربکيه چی زمونږ رب منتقم دی .