افغانستان

د کابل ککړه هوا تر چاودنو او جګړو زياته وژونکې ده

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ژمې په رارسېدو د پلازمېنې کابل ککړه هوا تر چاودنو او بارودو زياته وژونکې ده، خو حکومت يې تر اوسه د مخنيوي لپاره کوم ګام نه دی اخيستی.

د برتانيې انډيپنډينټ ورځپاڼې په دې اړه يوه مقاله کې ويلي، په ټول کال، خو په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې د کابل هوا تر چاودنو او بارودو زياته وژونکې ده او خلک يې له جدي ناورين سره مخ کړي دي.

ورځپاڼې له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره جدي هڅې وکړي او د غیر معياري سون توکو مخنیوی وکړي.

د انډېپينډينټ ورځپاڼې په وينا په کابل کې پنځه ميليونه نفوس ژوند کوي، په لکونو کورونو، زرګونو هوټلونو، نانوايانو، حمامونو او کارخونو کې غیر معياري سون توکي کارول کيږي، چې له امله يې د کابل هوا تر وژونکې کچې ککړه شوې ده.

ورځپاڼه زياتوي، سره له دې، چې حکومت تر اوسه د هوا ککړتيا د مخنيوي لپاره ګوم ګام نه دی اخيستی، خو ولسمشر اشرف غني چارواکو ته امر کړی، چې د غیر معياري سون توکو د مخنیوي لپاره لاس پر کار شي او د سرغړوونکو پر خلاف جدي ګامونه پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x