افغانستان

د جدي په ۶مه د طالبانو پيغام: امريکا دې هم د پخواني شوروي اتحاد له ماتې عبرت واخلي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له لوري پر افغانستان د یرغل څلوېښتمې کليزې په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې د شوروي يرغل پر وړاندې د افغانانو جهاد، مېړانه او قربانۍ ستايلي او د روسانو يرغل يې غندلی دی.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې څلوېښت کاله وړاندې د ۱۳۵۸ کال د جدي په شپږمه شوروي عسکرو په دې نيت پر افغانستان یرغل وکړ، چې دا هېواد او ولس به تر خپل ښکېلاک لاندې راولي، خو افغانانو يې پر وړاندې مقاومت وکړ.

اعلاميه زياتوي، بې رحمه کميونستانو غوښتل، د ظلم او وحشت په خپرولو خپله مفکوره پر افغانانو تحميل کړي، خو افغان ولس د شوروي يرغل پر خلاف مقاومت وکړ او په دغه جهاد کې يو نيم ميليون افغانان شهيدان، لکونو ټپيان او لکونو نور يتميان او بې کوره شول، چې په پایله کې يې شوروي عسکر په ناکامۍ او ټيټو سترګو له افغانستانه ووتل.

طالبان وايي، افغانان د عزت مرګ خوښوي، خو د ذلت ژوند هېڅکله نه زغمي.

طالبانو پر امريکا او ايتلافيانو هم غږ کړی، چې د شوروي اتحاد له ماتې عبرت واخلي، د خلکو له وژلو، بندي کولو، د کورونو او جوماتونو له نړولو لاس واخلي او له افغانستانه خپل عسکر وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

الله (ج)په قرآنکریم کی فرمایی : ټول نفسونه څکونکی دمرګ دی موږتاسی پرخیراوشر آزمایو،دافغانستان د۲میلیوشهیدانوجنت فردوس دالله دوعدی مطابق ځای سوهیڅوک نه پاته کیږی مری په دنیایی تاریخ تردی لویه سرلوړی چه ددنیا۱۰چنده (شوروی اتحاد ترناټوفوجی طور قوی وو)سوفرپاورته یی داسی شکست ورکۍ چه ددنیاملکونه یی دلوږی اودرپدرۍ له فاحشوډک سول انشاءالله اوس به امریکاهم له دغسی سرنوشت سره مخ کیږی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

سیدزرغون شاه آغا

غنیګیه! امریکایان د شوروی څخه عبرت واخلی، او ته احمق متفکرد ببرک بی وجدان څخه عبرت واخله. غلام کارمل د ژوند په اخر د تداوی د پاره شوروی ته تلی، مګر هغو ویزه نه ورکول.

الحاج استاذ بیانزی

مونږ او تاسی الحمد لله مسلمانان او په دی پوره باور او عقیده لرو چه خالق لایزال یواځنی ذات دی چه تل به پاتی خالق او د هرڅه مالک دی چه زمونږ په شمول ټول هخلوقات به د الله ج په امر فردی او مجموعی ډول فنا کیږی . له دغو مونږ یواځی زمکه او هغه څه چه زمکه کی دی په اړه یادونه کوو. د زمکی ټول ژوندی شیان په خانګړی دول انسانان چه د هر چا د پیدایشت او مړینی وخت په تقدیر کی لیکل شوی چه په څه عواملو یی وژنی . به همدی ډول د ټولی… نور لوستل »

عبدالله

بیانزی صاحب! تاسو پوهنتون استاد تیر سوی یاست نو امید چی دشرعیت او له مخی منطقی او معقول جواب راکی که مو قناعت راکر دیری دوعای به درته وکو. دجال منی، جهاد منی، یرغل منی، زان ته مسلمان وایاست نو دا مسجد کی زانمرگی کول په بازار کی زانمرگی کول په واده کی زانمرگی کول ولی حرام عمل نه درته شکاری؟ دا سنگه غزا چی په لسهاوو بیگناه عام انسانان د یو یا سو عسکرو لپاره شهیدوی ایا دا اسلامی عمل دی؟ ایا دمکتب په خرابولو، د پل او سرک په ورانولو، دشفاخانی او عام المنفعه زایونو په تخریبولو تاسو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x