افغانستان

سي اېن اېن: ښايي راتلونکی کال د کابل امریکایي پوهنتون وتړل شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۶ مرغومي، ۱۳۹۸ل): امریکایي تلویزون «سي اېن اېن» وايي، داسې ګنګوسې شته، چې ښایي راتلونکی کال د کابل افغان-امریکایي پوهنتون د مالي سرچینې د نشتون له امله وتړل شي.

کابل امریکايي پوهنتون، چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې یې په کار پیل کړی، ګڼ شمېر زده کوونکي لري او د زده کړو د کیفیت له پلوه د هیواد لومړۍ درجه پوهنتون بلل کېږي، یاد پوهنتون، چې درې کاله وړاندې د یوه وسلوال برید هدف هم ګرځول شوی وو، له زده کوونکو څخه د لوړ فیس اخستلو سره، سره ۶۰ سلنه چارې د امریکا د حکومت د  مالي مرستې په مټ مخ په وړاندې وړي.

د یاد پوهنتون رییس «سي اېن اېن» ته ویلي « دپوهنتون کلنۍ بودیجه ۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي او له موږ سره شته پیسې ښايي، د نوي کال تر مۍ میاشت پورې بسنه وکړي.»

د پوهنتون یو اداري غړي ویلي، حقیقت دادی، چې د ټرمپ اداره نوره غواړي د افغانستان په چارو کې لږې پيسې مصرف کړي، موږ به هڅه وکړو په دې برخه کې تغیرات راولو.

یوې بلې سرچینې د نوم نه اخستلو په شرط سې اېن اې ته ویلي، د شته پیسو له ختمېدو سره یو ځای به د زده کوونکو کلنۍ کورس پای ته ورسېږي؛ خو د سلګونو زده کوونکو درسونه به په منځ کې پاتې شي او فارغ به نشي.

سرچینه زیاتوي، که چېرې د پوهنتون دروازې د زده کوونکو په مخ وتړل شي، پوهنتون به هڅه وکړي، خپلو هغو زده کوونکو ته چې درسونه یې نیمګړي پاتې دي، د  زده کړو د دوام ځایونه ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدلله

الحمدلله
ان شآء الله د طاغوت زوال پيل کيدونکی دی

Abdul-Rauf Alam

د طاغوت ځالی به ان شاءالله،ټولی تړل کيږې.

جميل

درواغ
په اصل کی امريکا له افغانستانه تښتی او دا شيطانی پوهنتون يی بيا څوک نه پريږدی چی ومونږ ته سيکولر دښمنان وروزی او يوازی امريکايی ګټو ته ژمن وی .
د دی شيطانی پوهنتون د پرانستلو په لمړی ورځ د امريکا سفير خليلزاد او د پوهنتون رئيس غلام غنی دواړو يوه خبره وکړه هغه داچی لدی پوهنتونه به د افغانستان آينده کدرونه راوزی .
امريکا ! په افغانستان کی ناکامه سوی ټوله خيال پلونو او ټوله خواری دی عبس سوی ، الله تعالی دی په ټوله نړی کی همداسی وشرموه .

مجاهد

بیروت کی امریکایی پوهنتون همدا ځانګړتیاوی لری غنی او خیلیزاد او داسی نور ځینی وزیران به افغانستان او ټولو هغو هیوادو کی چه د امریکا مستعمری او یا نیمه مستعمری دی نړیوال استعمار چه په راست کی یی امریکا قرار لری پکی لوړبوړی غلامان روزی هغه غلامان چه د نظم نوین جهانی غړیتوب لری او د نظم نوین جهانی غړی عیسوی او یهودی میرمنی ورته په نکاح ( د ژوند ملګری کوی . کله جه هغه مرحلی ته ورسیږی چه هغه هیواد اشغال کړی او یا د اشغال په حالت کی شی هغه لوی غلامان پکی جمهور ریسان جوړ کړی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x