
شعـــــرونه
غزل/ شفاعت ریحان
شفاعت ریحان
موږ په هيواد کې اسلامي نظام او سوله غواړو
له دې مؤمن ټبر د کفر لمن ټوله غواړو
په نيمه شپه دي د سپوږمۍ په څنګ کې شپوله غواړو
يوه شېبه ښکلا پرسته غزلبوله غواړو
د مرګ لښکر دا نغاره ږغوي، مخته راځي
څو ننګيالي د افغانانو له کهوله غواړو
حُسَن ګلاب ته، ژوند چنار ته، مينه زړونو لره
نرګسي سترګې او پيکي کې دي غاټوله! غواړو
د ترقۍ او پرمختګ وزرې نه غوڅوو
خو هو ټولنه مو په تار د دين کنټروله غواړو
نيکټايي والو د دې خاورې اوښکې پاکي نۀ کړې
درد ته درمل يې له بګړۍ او له پکوله غواړو
د نازولي، شفاعت يار، نظرمات پرې کوو
درې سپېلني د پير ملنګ بابا کچکوله غواړو