ورزش

بنګلدیش کرېکټ بورډ: پاکستان د ټیسټ لوبو لپاره خوندي هېواد نه دی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د بنګلدیش کرېکټ بورډ د پاکستان کرېکټ بورډ هغو خبرو ته چې ټیسټ لوبې به پاکستان کې ترسره کوي، په ځواب کې ویلي، دغه هېواد لا هم د ټیسټ لوبو لپاره خوندي نه دی.

سریلانکا لوبډلې سره په پاکستان کې د دوه ټیسټ سیالیو سیریز څخه وروسته د پاکستان کرېکټ بورډ پریکړه وکړه چې هیڅ کوربه سیالۍ به بل هېواد کې نه ترسره کوي.

پاکستان چې په جنوري میاشت کې له بنګلدیش سره شل اوریزې او ټیسټ سیالۍ لري، پاکستان کرېکټ بورډ د ټيسټ لوبو کوربه توب لپاره خپل هېواد غوره ګڼي خو بنګلدیش کرېکټ بورډ وایي چې ټیسټ به په بل هېواد کې کوي.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر احسان مانی ویلي وو چې پاکستان اوس د هر ډوله لوبو لپاره خوندي هېواد دی، دوی به د خپل کوربه توب سیالۍ هیڅکله نور له هېواده بهر ترسره نه کړي.

خو بل خوا بنګلدیش کرېکټ بورډ ویلي دي چې د پاکستان پر وړاندې شل اوریزې سیالیو لپاره دغه هېواد ته سفر کولو ته چمتو دی، او په دې موخه له لوبغاړو سره خبرې روانې دي، خو د پنځه ورځنیو (ټیسټ) سیالیو لپاره په دغه هېواد کې ځانونه خوندي نه بولي.

دوی وایي چې ټیسټ خو لا څه، ګڼ شمېر تجربه کار لوبغاړي لا هم نه غواړي چې د شل اوریزو لوبو لپاره پاکستان هېواد ته سفر وکړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د یادې پریکړې په ځواب کې یو وار بیا په خپل هېواد کې د پنځه ورځنیو لوبو ترسره کولو اصرار کوي، دوی وایي چې بنګلدیش لوبډله کره علت نه لري هسې بهانې لټوي.

لکه څرنګه چې په ۲۰۰۹م کال مارچ میاشت کې پر سریلانکا لوبډلې د پاکستان په لاهور ښار کې ترهګر برید ترسره شوی و، له هغې وروسته په لومړي وار په ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشت کې یو وار بیا ټیسټ سیالۍ ترسره شوې.

ګڼ شمېر سریلانکایي لوبغاړو پاکستان ته له سفر کولو وروسته دغه هېواد د لوبو لپاره خوندي بولي، دوی ویلي، نورې لوبډلې کولای شي په خوندي ډول پاکستان ته سفر وکړي.

خو د بنګلدیش کرېکټ بورډ اجرائیه مشر نظام الدین چودري ویلي، «مونږ په خپل دریځ ولاړ یو، موږ غواړو پاکستان کې یوازې شل اوریزې سیالۍ وکړو، بنګلدیش پاکستان ته د اوږد سفر په اړه له شک او شبهو سره مخ دی».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x