نړۍ

څلورو هېوادونو کې مظاهره چيانو د چين له لوري پر ايغوري مسلمانانو روان ظلمونه وغندل

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې زرګونو مظاهره چيانو د چين له لوري پر ايغوري مسلمانانو روان ظلمونه وغندل.

مظاهره چيانو د چين له کمیونيسټ حکومته غوښتي، په شرقي ترکستان کې د ايغوري مسلمانانو پر خلاف روان ظلم او وحشت ودروي، د هغوی مدني او سياسي حقوق ومني، د هغوی د ثقافت او دين بدلولو له کړنو دې لاس واخلي.

اندونيزيا کې د چين سفارت مخته مظاهره

د اندونيزيا پلازمېنې جاکرتا کې سلګونو مظاهره چيانو د جمعې له لمانځه وروسته د چين سفارت مخته مظاهره وکړه او د چين د حکومت پر خلاف يې شعارونه ورکول.

مظاهره چیانو د ايغوري مسلمانانو په ملاتړ شعارونه او لوحې پورته کړې وې او د چين حکومت يې ترهګر بللی دی.

په شعارونو کې راغلي و «موږ له ايغوري مسلمانانو سره يو» «د چين حکومت ترهګر دی.»

مالیزيا کې د چين سفارت مخته مظاهره

د ماليزيا پلازمېنې کولالمپور کې هم مظاهره چيانو د سارک هېوادونو له سازمانه غوښتي، چې د ايغوري مسلمانانو د بشري او ديني حقونو لپاره د چين حکومت د ظلم او وحشت مخنیوی وکړي.

د مسجد اقصی او غزې مظاهره

په بیت المقدس شريف کې د مسجد اقصی امام شيخ يوسف ابو اسنینه د جمعې خطبې پر مهال د ايغوري مسلمانانو پر خلاف د چينايي حکومت روان ظلمونه وغندل. همدارنګه په غزه کې هم يو شمېر خلکو د ايغوري مسلمانانو په ملاتړ او د چين حکومت پر خلاف مظاهره کړې ده.

په غزه کې د ديني علماوو په مشرۍ د جوړې شوې مظاهرې ويناوالو وويل، د چين لوري د ايغوري مسلمانانو کلتور او دين بدلول له ټولو اخلاقي او بشري معيارونو سرغړونه ده.

د مسلمانو علماوو د نړيوال اتحاد اعتراض

د مسلمانو علماوو د نړيوال اتحاد مشري شيخ احمد الريسوني هم تېره ورځ په المغرب هېواد کې يوې مظاهرې ته ويلي، د چين حکومت په ټول ځواک اوقهر له چين څخه د مسلمانانو او اسلام محوه کول غواړي.

شيخ ريسوني زياته کړې، په خپله يې له چين څخه د بهر اوسېدونکو ايغوري مسلمانانو له قوله اورېدلي، چې د چين حکومت په زور او وحشت ايغوري مسلمانان له خپل دينه اړوي.

نوموړي له ټولو ازادي پالانو او د بشري حقونو له مدافعينو غوښتي، چې د ایغوري مسلمانانو د ملاتړ لپاره په يوه غږ راپورته شي او د چينايي حکومت د ظلم او وحشت مخنیوی وکړي.

د چين حکومت پر ايغوري مسلمانانو څه ډول ظلمونه کوي؟

چينايي حکومت په سنکيانګ ايالت کې لس لکه ايغوري مسلمانان په کمپونو کې بند ساتلي او د هغوی د مذهب بدلولو لپاره يې بېلابېلې لارې چارې پيل کړي دي.

ايغوري مسلمانانو ويلي، د نوي چينايي کال په رارسېدو د چينايي چارواکو له لوري پر  دوی ظلمونو او د تشدد پېښې پر زياتېدو شوي او د نوي کال په لومړۍ  شپه چينايي حکومت دوی ته د ماښام په خوراک کې د خنزیر غوښه او شراب وړاندې کړي او دوی يې په خوړلو مجبور شوي دي.

د برتانيې ډيلي  مېل ورځپاڼې ليکلي، چې کوم مسلمانان د خنزير غوښو او شرابو له خوړو انکار وکړي، حکومت يې «د ثقافتي تربيې پوځي مرکز» ته لېږي او په دغه مرکز کې چينايي مسلمانان مجبوريږي، چې خپل  دين پرېږدي او چينايي کلتور خپل کړي.

د ځايي چارواکو له لوري ايغوري مسلمانان مجبور دي، چې د نوي کال په رارسېدو د خپلو کورونو په بامونو د خوښۍ لپاره برښنايي رڼا ګانې جوړې کړي او د نوي کال لپاره داسې خوښي وکړي، چې اسلام يې اجازه نه ورکوي.

د اسيا ازادي راډيو د يوه چينايي مسلمان له قوله ليکلي، چې په ټول عمر کې يې هم نه شراب څښلي او نه يې  د خنزير غوښه خوړلې، خو د چارواکو له لوري د اجبار له امله يې ځکه وخوړه، چې له تعذیب او بند څخه خلاص شي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، چې چينايي حکومت د ایغوري مسلمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او دوی اړ کوي، چې له خپل دينه تېر شي او د چنيايي کلتور برخه وګرځي.

د اسلامي نړۍ سربېره د بشري حقونو ټولنو او ملګرو ملتونو تر اوسه د ايغوري مسلمانانو د ژغورنې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د چين او د نړۍ د نورو مظلومو مسلمانانو د دفاع لپاره بايد ټول مسلمانان تر خپله وسه ږغ پورته کړي او په دغه هيواد کي د ظالمو کمونيستانو په وړاندي خپله کرکه او قهر وښيي. په موږ پښتنو کي د ايغوري مسلمانانو مړانه، غيرت او همت متل ګرځېدلی دی ، که کوم ځوک د خپلي مړاني او غيرت په باب څه وايي، مخاطب يې ورته وايي: تاخو له ځانه بېخي ايغر جوړ کړ ! نو ژوندي دي وي ايغران او ټول رښتياني، مبارز مسلمانان په همت او مړاني کي ايغران دي او ټول دي ژوندي، سرلوړي او بريالي وي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x