افغانستان

هلمند: د دولتي عسکرو پر کنډک باندې د طالبانو برید شپږویشت عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبان وايي، د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې د ۲۱۵ میوند قول اردو د دوهمې لوا پر کنډک چاودنه او برید کړی، چې په پایله کې یې درنه وسله لاسته ورغلې او ګڼ شمېر عسکر پکې وژل شوي.

د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ په چرخکيانومانده کې تېره شپه د ګوډاګۍادارې د۲۱۵ميوندقول اردو د دوهمې لِوا پرکنډک مجاهدينو لومړی دنغم(تونل)چاودنه ترسره کړه وروسته یې ورباندې بريدونه پیل کړل چې کنډک مکمل فتحه شو پکې ميشت ۲۶ عسکر ووژل شول ۱۱میله وسله د مجاهدینو لاس ته ورغله.»

یاده دې وي، چې تر دې دمه د هلمند ځايي چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

کاش تسلیم سوی وای، دی جنگ کی شاید ۱۰ طالبان هم وژل شوی وی نو یی دا ۳۶ نفره. نن فقط دغه جنگ کی ۳۶ مسلمانه کورنی په غم اخته شول، دهغوی بچیان یتیم شول، میرمنی کوندی شوی او میندی بوری شوی. یو طرف خو به پر حق وی نو دا نور سه شی شول؟ دیر دردونکی حالت چی یو مسلمان بل مسلمان وژنی او یو د بل په مرگ زان غازی او شهید بولی؟ پروردگاره راته صلحه نصیب کری، راته هدایت وکری او توفیق ستا د عبادت راکری.

نعمت الله

الله تعالی دی سوله راولی. قران کشی ذکر شوی دی چی یو مسلمان قصداً بل مسلمان ورور ووژنی نو لکه توله نری یی جی ختمه کری وی نو خدای دی سوله راولی چی تول لکه ورونه یو بل سره شه ژوند ولرو.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x