افغانستان

کابل: د پاکستان سفارت یو ځل بیا عامو افغانانو ته د وېزې ورکړه پیل کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل):په کابل کې د پاکستان سفارت یو ځل بیا د کنسولي برخې د بشپړې فعالېدو او عامو افغانانو ته د وېزو د ورکړې نیت کړی.

په کابل کې د پاکستان سفارت په رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، چې د راروانې یکشنبې له ورځې وروسته به کنسولي برخه بشپړه فعاله وي او خدمتونه به وړاندې کوي.

یاده دې وي، چې کابو دوه میاشتې وړاندې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې له لارې خبر ورکړی وو، چې له اړمنو افغانانو او عاجلو ناروغانو پرته عامو افغانانو ته وېزې نه ورکوي.

هماغه مهال هم د افغانانو په وړاندې د وېزو د محدودیت دلایل نه وو څرګند شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x