شعـــــرونه

پراخ لیدلوری؛ انس حقاني

انس حقاني

چې لیدلوری د انسان څومره محدود وي
نو هماغسي وړوکی یې مقصود وي

هیڅ مسلک له اختلافه خالی نه وي
مسلکیانو کی حسد فطری موجود وي

چاپلوسان ترخپل هدف رسیدای نه شي
دچاپلوس خواهش په هر دربار مردود وي

ها هیواد به دپردیو هدیره وی.
چه اولس کی یی دننګ اوغیرت دود وی

فولادی توره یې هم ماتوی نه شي
معنویت باندی سمبال چې کوم وجود وي

محبت به یی په هر زړه کی زرغون وي
چې صادق وي، څوک ښایسته په خوی دجود وي

چې انس ورنه هر څه کی الهام اخلي
په هغه لویه هستۍ باندی دی درود وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
A saeed

ماشاالله

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x