ټکنالوژي

ترکیې خپل لومړی بریښنایي موټر نندارې ته وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ترکیې مشهور شرکت «TOGG» داسې لومړی بریښنایي موټر وړاندې کړ چې په یو وار چارجولو سره ۵۰۰ کیلو متره مزل کولی شي.

د ترکیې میډیا راپور له مخې، د استنبول ښار په وادي ترقي سیمه کې د ۲۰۰ او ۴۰۰ هارس پاور دوه ماشینونو څخه برخمن بریښنایي موټر وړاندې شو، کوم چې د سیمه ایز ګډ شرکت ټوګ لخوا چمتو شوی دی.

د یاد موټر په پرانیستونکي مراسمو کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اوردګان برخه اخیستې وه، نوموړي لومړی موټر وپیره او بیا یې وچلوه.

د راپورونو له مخې په یاد موټر کې ځایي تولید شوې بیترۍ «لیتهیم» نصب شوې چې په ۳۰ دقیقو کې بشپړ چارجیږي، او کولی شي په یو وار تر ۵۰۰ کیلو متره سفر وکړي.

د ټوګ شرکت مشر رفعت حصارجګ ویلي چې په راتلونکي کې به شرکت د ۳.۷ ملیارده ډالرو پانګونه وکړي، دغه موټر به د عامو خلکو لپاره په ۲۰۲۲م کال کې وړاندې شي.

Image result for opening ceremony of togg new car"

د ترکیې ولسمشر پرانیستغونډې ته په وینا کې وویل، «مونږ جیټ الوتکې او چورلکې جوړوو، چې په ټوله نړۍ کې خرڅیږي، اوس وتوانېدو چې خپل بریښنایي موټر هم وړاندې کړو».

غونډې ته د وینا پرمهال اردګان په جذباتي لهجه وویل، «د استاد نجم الدین اربکان خوب پوره شو»، نوموړي زیاته کړه چې مونږ کله دغه موټر په نړیواله کچه په سړکونو وګورو په دې اړه به خپل هدف ته رسیدلي یو.

Image result for opening ceremony of togg new car"

ترکیه د موټرو په صنعتي بازار کې له اروپا وروسته مهم هېواد دی، د نړیوالو معلوماتو له مخې ترکیې سږکال په ۱۱ میاشتو کې ۳۰۰زره موټرې پلورلي دي.

په ۲۰۲۳م کال کې له ترکیې څخه هغه سل کلن بندیزونه چې د نړیوالې جګړې پرمهال پرې لګیدلي وو ختمیږي، ترکیه وار له مخه د خپلو تولیداتو د صادرولو لپاره پلانونه پېل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x