افغانستان

کندز: ګډو ځواکونو ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د کندز ولايت مرکز اړوند بزکندهاري‌ سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو ګډو ځواکونو له څو ورځو راهیسې چاپې او تلاشۍ پيل کړې وې چې په نتيجه کې يې ۱۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي چې له تيرو څو ورځو راهيسې ګډو ځواکونو په ياده سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بريدونه هم پيل کړي وو او د خلکو د اوسېدو په سيمو يې توپونه وار کړي دي چې په نتيجه کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ديارلس تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

په دغو بمباريو او بريدونو کې د ملکي وګړو ګڼ شمير کورونه هم نړيدلي او د ځاني زيان سربيره مالي زيان هم وراوښتي دی.

د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې د ګډو ځواکونو له لوري ملکي وګړي په نښه کيږي او په شپنيزو چاپو کې جومات، مدرسې ښوونځي او نور عامه تاسيسات هم نړول کيږي، چې له امله يې د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم زياته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x