افغانستان

پکتيا: طالبانو دوه امريکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو په پکتيا ولايت کې د امريکايي او افغان ځانګړو ځواکونو په ګډ کتار بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې دوه امريکايي او دوه افغان کمانډو عسکر وژلي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ يې د پکتيا ولايت زرمت ولسوالۍ اړوند غني خېلو او پاتوګۍ سيمو کې د ګډو ځواکونو په کتار بريدونه کړي دي او ياد عسکر يې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ په کندز ولایت کې هم طالبانو دوه امريکايي عسکر وژلي وو.

همدا راز تيره اوونۍ هم طالبانو په کندز کې يو امريکايي عسکر وژلی و چې د شلېدلې نظامي دریشۍ انځورونه يې په خواله رسنیو کې ډېر لاس په لاس شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x