شعـــــرونه

غزل؛ محمد رفيق ریحان

محمد رفيق ريحان

هیڅ مې سترکې اوړي نه له دې منظره
له چناره له ګلزاره له ګودره

مونږ د نورو غوندې نه یو نه یو نه یو
ورسره چې خله وړه وي قیصه ستره

د ښکلا شوې په تا څه پیرزوینه
وا آریوبه من‌‌‌‌‌‌ډیره وا سپین غره

د وطن مې ذره خاوره خروار سره زر
ورکوم نه بلې خوا ځه سوداګره

ورانوو به یې نه شریک به یې ودان کړو
که شو یو چاره به ورسي تر سره

چا ویل چې ته راځې زمونږ پر لورې
ما عطرونه دي پاشلي له سحره

که په ما دې د نظر قدرې کار کیږي
زه در ځار شمه د سیمې لر او بره

دا چې ته د داسې سیمي استوګن یې
داد مې واخله وا ”ریحانه” بختوره

محمد رفيق ريحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x