
د سوماليا پلازمېنې مقدوشيو کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د سوماليې په پلازمېنې مقدوشيو کې چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
رپوټونه وايي، د پلازمېنې مقديشيو په ګڼ مېشتې سيمه کې ځای پر ځای شوي ماين چاودنې لږ تر لږه ۹۱ کسان وژلي او لسګونه يې ټپيان کړي دي.
د مقديشيو امنيتي چارواکو ويلي، د سړک د غاړې ماين چاودنې له امله ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او قربانيان يې هم ملکيان بولي.
د مقديشيو ښاروال عمر محمود فليش رسنيو ته وويل، د چاودنې ډېری قربانيان د «بنادر پوهنتون» زده کوونکي دي، چې په يوه مسافر وړونکي بس کې روان وو.
تر اوسه کومې ډلې د دې بريد مسؤوليت نه دی منلی، خو حکومت د الشباب جهادي ډله د دې برید په ترسره کولو تورنه کړې ده.
په سوماليا کې د ترکيې سفارت ويلي، په دې بريد کې يې هېوادوال وژل شوي دي.
د نورو وژل شوو کسانو هويت تر اوسه نه دی روښانه شوی.