افغانستان

ارګ: د امريکا او طالبانو له هوکړې وروسته مرکچي پلاوی معرفي کوو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له نهايي کېدو او لاسليک وروسته دوی هم خپل مرکچي پلاوی معرفي کوي.

د ارګ د وياند مرستيالې درانۍ جاوېد وزيري رسنيو ته ويلي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له نهايي کېدو وروسته به دا پلاوی د افغان حکومت په استازولۍ له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات وکړي.

حکومت څو مياشتې مخکې ويلي و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړولو کار کوي، خو تر اوسه يې د پلاوي د نهايي کولو په اړه څه نه دي ويلي.

باخبره سرچينې وايي، حکومت له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په جوړولو له داخلي اختلافاتو او ننګونو سره مخ دی او له همدې امله دا پلاوی تر اوسه نه دی نهايي شوی.

يو شمېر سياستوال پر حکومت تور پورې کوي، چې د بین الافغاني خبرو لپاره له حکومته د بهر سياسيونو د ګډون مخنیوی کوي.

پخواني جهادي قومندان او د هرات پخوانی والي تورن اسماعيل خان وايي، حکومت د سولې پروسه په خپل انحصار کې ساتلې او هڅه کوي له حکومته بهر سياستوال له بین الافغاني خبرو لرې وساتي.

د سياسي چارو کارپوه او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د ارګ سلاګار شهزاده مسعود هم ويلي، چې د سولې لپاره ښه فرصت رامنځته شوی او حکومت بايد د دې پروسې په انحصارولو دا پروسه زيانمنه نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

چيری دی آ مختوری چی ويل يی : د توافق تر لاسليک وړاندی بايد طالبان اوربند او د غلام دولت سره د غلامانو په مشری مذاکرات وکړی .
زما په اند د غلامانو سره تر خبرو وړاندی دی طالبان په امريکايانو دا شرط ومنی چی ټوله طالب بنديان بايد آزاد کړی .

عبدالله

طالبان مجبور دی اوربند وکری که نه په یو تویت د ترمپ به بیا مجبور وی چی چین و روس ته زاری وکی. سومره خوند به وکی چی ووایی چی زموژ جنگ یوازی د اشغالگرو سره دی نور په ملی اردو او پولیسو کار نه لرو، باور وکی ولس به ملا وتری پدی شرط چی عملا یی ثابته کری چی دوی کفار مرداروی نه خپل افغانان.

مجاهد

عبدالله جانه، د نشه توکو روږد شوو یا چرسیانو پ شان د هوا مرغان په لاسونو راښکته کوی او یا د اشغالګرو د ژباړنو په شان انګلیسی په پشتو ژباړی؟ تاسی ویده یاست ، هغه سترګی ، غوږونه زړه او ماغزه لری چه حق پری ووینی، واوری او حق پری ومنی . تاسی په دی هم نه بوهیږی جه ستا لوی ټاټوبی د امریکا په مشری د ۵۰ نړیوال بدمعاشانو په واسطه اشغال ، لمړی د څو لکو فوځ او بیا یی افغانان د غریب او بی سوادیو سره مخ کړل جبرا یی ځنی بی سواده او غریب افغانان جبرا… نور لوستل »

عبدالله

مجاهده!
اول: ماتاته د اتحاد او اتفاق بلنه در کره د صلحی بلنه می درکره خو ته شکنزل کوی دا کوم اسلامی اخلاق دی؟ تاسو دومره بی زایه مغروره طایفه یاست.
دوهم: که د افغانانو په وژلو سوک ظالم گرزی یا د پردیو روزل شوی ته غلامان وایاست نو تاسو لژ بیگناه افغانان ووژل؟ ###

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x