نړۍ

امریکا: د وژل شویو عسکرو کورنۍ امنیتي قرادادي کمپنۍ د طالبانو د ملاتړ په تور محکمه کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هغو امریکايي عسکرو کورنۍ چې بچیان یې په افغانستان کې وژل شوي یا ټپي شوي دي، د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې د امریکا د پوځ سره د امنیتي قرادادي کمپنیو پر خلاف محکمې ته تللي چې د کال ۲۰۰۶ څخه یې تر کال ۲۰۱۴ پوري په افغانستان کې امریکايي پروژې پر مخ وړي.

دغه کورنۍ چې ملاتړ یې یو شمیر هغه پخواني عسکر هم کوي چې یو وخت یې په افغانستان کې دنده تر سره کړې، په خپله غوښتنه کې ویلي چې امنیتي قراردادیانو د خپلو کاروانونو د حفاظت په خاطر د طالبانو ځايي قومندانانو ته پیسې ورکولې چې هغو بیا په همدې پیسو ځانته وسلې اخیستلې او په نورو ځایونو کې د امریکايي عسکرو پر خلاف جنګېدل او هغوی یې وژل.

دوی د ځینو کمپنیو نومونه هم په خپلې عریضه کې یاد کړي او ددغو کمپنیو څخه یې د لوی مالي تاوان غوښتنه کړې ده چې باید کورنیو ته یې ورکړي.

د سي ان ان د راپور سره سم په عریضه کې شوي ادعاوي د ځانګړو شهادتونو، د یادو کمپنیو د خپل منځي اسنادو، استخباراتي افشا شویو اسنادو، د کانګریس پر وړاندي د چارواکو خبرو او رسنیو د راپورونو پر اساس ولاړي دي.

په کال ۲۰۰۹ کې چې هیلاري کلنټن د امریکا د بهرنیو چارو وزیره وه، ویلي وه چې د قراردادیانو له لوري طالبانو ته د ځان ساتنې پیسې ورکول د هغوی لپاره تر ټولو مهمه مالي سرچینه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدظاهر حلیمی

الله ج به یی په خپل منځنیواختلافاتواخته کړی

جميل

که امريکايانو طالبانو ته پيسی ورکولای او طالبانو هم منلای نو بيا جګړه د څه لپاره .

عظیمی

لږ څه ماغزه په کار واچوه او مطالعه وکړه. هغوی نه غواړی چه صلح راشی هغوی دا کوی او هم دا. د هغوی پروګرام دادی اوبه خړی که او ماهیان ونیسه. خپله سلاح او مهمیات امتحان کی خپل عسکر تمرین کی او دا جنګ و شمالی جمهوریتو ته ور واړوی. او روسیی ته سردرد جوړ کړی او داسی نوری سیاسی چالونه لری ….. .

عبدالله

جمیل سومره ناخبره یی! سومره ساده یی؟ د امریکایانو په پروژو کی یو کالم د سیکیوریتی په نام په بجت پلانینگ کی ور اضافه کیدی چی د پروژی موقعیت او اهمیت ته په کتو یی مقدار متفاوت وی مثل کله ٪۱۰ کله ٪۲۰ حتی تر ۵۰٪ به د تولی پروژی دقیمت به یی تشکیلاوه. په دغه پیسو به داخلی او خارجی کمپنیو د خپل حفاظت لپاره خلگ گمارل او یوغت مقدار به یی د طالبانو ته ورکولی. داسی ملگری می شته چی د پروژی د تطبیق لپاره به یی امر دکویتی د شورا خخه راوری هلته به شه دبلی پیسی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x