سرچينه: طالبان په لنډمهالي اوربند سلا شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): يو شمېر سرچينو ويلي، په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر استازي له خپل مشرتابه سره تر سلامشورو وروسته له امريکا سره د هوکړه ليک لپاره په ښارونو کې په لس ورځني اوربند سلا شوي دي.

کابل نيوز د باخبره سرچينو په حواله ويلي، د قطر دفتر استازي له خپل مشرتابه سره تر سلا مشورو وروسته دې پايلې ته رسېدلي، چې له امریکا سره د سولې تر هوکړې وړاندې په ښاري سيمو کې لنډمهالی اوربند وکړي.

وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې هم ليکلي، چې طالبانو په اوربند هوکړه کړې، او دا اوربند به د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ورځ په داسې حال کې پيليږي، چې له افغانستانه به د امريکايي پوځيانو د وتلو لړۍ هم پيل شي او بین الافغاني خبرو ته به زمينه برابره شي.

افغان خبريال او د سولې خبرو څارونکی سميع يوسفزی وايي، دا لنډمهالی اوربند به د سولې تړون لپاره يو ازمېښت وي او د بريا په صورت کې به د سولې لپاره اوږدمهالې کړکۍ پرانيزي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسما څه نه دي ويلي.

دا راپورونه په داسې حال کې خپريږي، چې امريکا د افغانستان اتلس کلنې جګړې د سوله ييز حل په موخه له طالبانو سره لس پړاوه مذاکرات نهايي کړي دي.

دواړه لوري دغو خبرو ته خوشبينه دي او ښايي په لنډ وخت کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې او بهرنيو پوځيانو د وتلو تړون لاسليک شي.

ویل کيږي، چې د امريکا او طالبانو تر هوکړې وروسته به بین الافغاني خبرې پيل شي.

د ګډ حکومت ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له نهايي کېدو او لاسليک وروسته دوی هم خپل مرکچي پلاوی معرفي کوي.

د ارګ د وياند مرستيالې درانۍ جاوېد وزيري رسنيو ته ويلي، د امريکا او طالبانو د هوکړې له نهايي کېدو وروسته به دا پلاوی د افغان حکومت په استازولۍ له طالبانو سره بین الافغاني مذاکرات وکړي.

حکومت څو مياشتې مخکې ويلي و، چې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د پلاوي په جوړولو کار کوي، خو تر اوسه يې دا پلاوی نه دی نهايي کړی.

باخبره سرچينې وايي، حکومت له طالبانو سره د مذاکراتي پلاوي په جوړولو له داخلي اختلافاتو او ننګونو سره مخ دی او له همدې امله دا پلاوی تر اوسه نه دی نهايي شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

اوربند او بالاخره سوله او آخر کی هم روغه او جوړه. ###. انسانان د الله پاک ملکیت دی او د الله پاک په ملکیت کی تعرض، تصاحب او لاس درازی له الله سره جګړه ده. پریږدی چی خلک په خپل طبیعی مرګ سره مړی شی نه دا چی ته او یا زه یی د خپلو شخصی ګټو لپاره ووژنو.

اجمل
میلمه
اجمل

چاچی منفی لایک راکړی: بس سوله مکوی او لکه ### یو بل خوری. بالاخره ټول به تباه شی که خدای کول.

عبدالله
میلمه
عبدالله

البته خپل مشر تابه سره په کویته کی.

فايز افغان
میلمه
فايز افغان

دا چې نن اسيا دا خبره کړي يو څه يې حتما تر شا شته….
شايد اسلامي امارت د داسې غير رسمي خبر له خپراوي څخه د ټولنې نبض معلومول وغواړي چې په خپل ذات کې ښه اقدام دی.
هيله ده چې د يوې حقيقي سولې لپاره هر ډول خنډونه له منځه لاړ شي.

ساهل
میلمه
ساهل

اوربند باید پراخ وې په سحرا کې هم خلک امن او بمباریو څخه نجات ته اړتیا لرې

اجمل
میلمه
اجمل

طالبان هم د## په شان خبری کوی. ګوری به یی چی سبا ذبیح الله مجاهد صیب ووایی چی مونږه خو خبر نیو تر اوسه کومه خبره د اوربند په ارتباط نشته.