نړۍ

هند مسلمانو لاریونوالو ته: ملکیتونه به مو ضبط کړو، پاکستان ته ولاړ شئ / ویډیو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۷ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د هندوستان حکومت مسلمانو لاریونوالو ته ګواښ کړی، که له خپله احتجاجه لاس وانه خلي، ملکیتونه به یې ضبط شي او دوی به پاکستان ته وشړل شي.

د هندوستان مسلمانانو په دې وروستیو کې د سخت دریځي هندي نریندرا مودي د حکومت له لوري پر هغه قانون په لاریونونو لاس پوري کړی چې پر اساس به یې مسلمانو کډوالو ته د هندوستان تابعیت نه ورکول کیږي، خو که هندوان او سیکان هندوستان ته پناه ور وړي او د هر هیواد وي، نو پناه به ورکول کیږي او تابعیت به هم اخلي. د هند مسلمانان دغه قانون ددوی سره تبعیضي بولي او پر وړاندي يې د پلازمیني ډیلي په شمول په ځینو نورو لویو ښارونو کې احتجاجي لاریونونه پیل کړي دي.

انډین اکسپریس ورځپاڼې ویلي چې د هندوستان پولیس د یوې نوي ټیکنالوژي په واسطه د لاریونوالو د مخونو پيژندګلوي پیل کړې، تر څو هغه مسلمانان په نښه کړي چې هره ورځ په لاریونونو کې برخه اخلي.

مسلمانان چې د هندوستان د نفوس ۱۴ سلنه جوړوي، د هندو سخت دریځه حکومت له لوري يې پر وړاندي تبعیضي چلند ډیر شوی چې له امله یې حقوقي او بشري بنسټونه هم ددغه هیواد حکومت ملامتوي.

د هندي رسنیو په حواله ویل کیږي چې د لاریونونو د پيل څخه تر اوسه ۲۵ کسان وژل شوي چې ۱۹ یې یوازي د اتراپردیش ایالت کې را منځته شوي دي. او په سلګونو نور ټپيان دي.
اتراپردیش چې په هند کې تر ټولو لوی ایالت دی، او مسلمانان هم په کښي لویه برخه تشکيلوي، لومړي وزیر «یوجي ادیتیاناث» څوک چې خپله هم د هندوانو مذهبي مشر دی، ویلي چې د مسلمانو لاریونوالو پر ضد به د هیڅ تشدد څخه دریغ ونه کړي او په وینا یې توانیدلی چې د مسلمانانو احتجاج په زور کمزوری کړي.

نوموړي ویلي، لاریونوالو څخه به د ټولو هغو تخریبونو بدله اخلي چې د احتجاج پر مهال رامنځته شوي دي او د مسلمانانو ملکیتونه به ضبط کړي.

په دې وروستیو کې د پولیسو د یوه لوی افسر ویډیو د حقوقي بنسټونو ویره نوره هم هغه مهال زیاته کړه کله چې په ویډیو کې افسر یوه مسلمانو لاریونوالو ته وايي، «که دلته ژوند نه غواړې، پاکستان ته ولاړ شه». نوموړي وروسته رویټرز ته وویل چې دا خبره یې ځکه ورته وکړه چې مسلمانانو د پاکستان په ګټه شعارونه ورکول.

بلخوا مسلمانان وايي چې هندي پولیس زمونږ کورونو ته را ننوځي او وايي تاسو به یا قبرستان ته لیږو او یا هم پاکستان ته.

ټاکل شوې چې د هندوستان د ملي کانګریس ګوند د اساسي قانون ساتنې او هندوستان ساتنې په نامه د احتجاجونو نوې لړۍ پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د هندو دا سیاست به په هند کی تاو تریخوالی زیات کړی. دا سیاست به د پاکستان په ګته وی او هند ته به زیات زیان ورورسوی. مسلمانان ولی داسی خوار او زار شول چی اوس پر ځمکه د الله ځای نلری؟ د دیانمار مسلمانان ځوسول کیږی، د فلپین مسلمانان او د چین همداسی ګوری مونږه ته چی په افغانستان کی ځای نلرو خپل وطن راته اور ګرځیدلی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x