ایران: په سوريه کې د افغان فاطميونو قومندان له دوه کلنو ټپونو وروسته ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په سوريه کې د ایران په ملاتړ جنګېدونکو فاطميون لښکر قومندان جعفر حسيني، چې دوه کاله وړاندې په توغنديز برید کې ټپي شوی و او اوس په ایران کې مړ شو.
د ایران «فارس» خبري اژانس ويلي، ۳۵ کلن قومندان محمد جعفر حسيني، چې په ابو زينب مشهور و، د خطرناکو ټپونو له امله مړی شوی دی.
ایراني رسنۍ وايي، قومندان جعفري د سوريې جګړې کې له ګډون مخکې په فرهنګي برخه کې فعاليت کاوه او د ایران په ملاتړ د سوريې جګړې لپاره يې ګڼ شمېر افغانان روزلي او لېږلي دي.
د راپورونو له مخې ایران په سوريه کې د بشارالاسد په ملاتړ د جګړې لپاره د خپلو ملېشو سربېره له افغانستان او پاکستانه هم يو شمېر اهل تشيع وسله وال لېږلي دي.
د افغانستان اهل تشيع وسله والو ته «فاطميون» او د پاکستان هغو ته «زينبيون» وايي.
د تېر ۲۰۱۸ م کال د رپوټونو له مخې په دغه جګړه کې له ۲۰۰۰ زيات افغان شيعه وسله وال وژل شوي او نږدې اته زره نور ټپيان شوي دي.
د امريکايي رسنيو په وينا ایران دغو شيعه ملېشو ته په سوريه کې د جګړې په بدل کې د مياشتې پنځه سوه امريکايي ډالر او په ایران کې د استوګنې اسانتيا برابروي.
د ګډ حکومت چارواکو په خپل رسمي غبرګون کې ويلي، افغانستان هېڅکله د نیابتي جګړې پلوي نه کوي، خو تر اوسه يې په دغه جګړه کې د افغان شيعه ګانو د ګډون مخنیوی نه دی کړی.
بل پلو د ګډ حکومت د اجرائيه رياست دوهم مرستيال محمد محقق تېر کال ایران ته د خپل سفر پر مهال د سوريې په جګړه کې د افغان فاطميونو د ګډون ننګه کړې وه، چې په هېواد دننه له ګڼو نيوکو سره مخ شوی و، خو پر خلاف يې هېڅ ډول قانوني ګام نه و پورته شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د