نړۍ

په هنګو کې چاودني لږ تر لږه ۲۰ کسه وژلي او تر ۴۵ زیات يې ټپیان کړي

peshawer_police_tana_blastنن ټکی اسیا: د پاکستان په پښتونخوا ایالت کې د هنګو په سیمه کې د یوې چاودني له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۴۵ زیات کسان ټپيان شوي دي.

د سیمي څخه یو تن امنیتي چارواکې ویلي چي د چاودنه نن مازیګر د هنګو بازار په هغه سیمه کې رامنځته شوې چيري چي دولتي ودانې او د لوړ رتبه افسرانو کورونه دي،

نومړي وویل چاودنه د یو دوه سیټه ډوله موټر بم په ذریعه شوې، کوم چي د هنګو د محکمې د ودانۍ په ساحه کې درول شوی و.

دغه امنیتي چارواکې چي نوم يې میرمچن شودل سوی ویلي چي په پيښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۴۵ زیات ټپیان شوي دي، او ځکه چي شاوخوا ځیني کورونه هم نړیدلي نو کیدای شي چي تر دغو کورونو لاندي نور زخمیان او مړي هم وی، چي دوی يي په اړه پلټني رواني کړي دي.

یو بل امنیتي چارواکي ویلي چي په پيښه کې زیات شمير قربانیان پولیس دي.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ هم ددغه ایالت په مرکز پيښور کې د پولیسو پر یوه ودانۍ د موټر بم په ذریعه برید شوی وو، چي له کبله يې لږ تر لږه لس تنه مړه او اته دیرش نور ټپیان شوي وه، چي زیات شمير هلته هم پولیس وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x