روغتیا

نرګسیت «ځان خوښونه»؛ مینه که رواني ناروغي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): نرګسیت د ځان خوښونې یا له خپل ځان سره د افراطي مینې په معنا دی، که یو انسان ډیر پر ځان مین وي او په ځان خوښولو کې تر لوړې کچې افراط کوي، نو اروا پوهان وایي چې په دې کې د نرګسیت یا نارسیسزم (narcissism) میلان موجود دی.

د نرګسیت بنسټ د نورو وګړو په هلاکت، بربادونه، د رقیبانو په ځپلو، د ټولنې د نورمونو په ورانولو ولاړ وي، د نرګسیت دا ناروغان تل انفرادي ګټې تر ټولنیزو مصلحتونو لوړې ګڼي، دا ډله ځان خوښي وګړي تل هڅه کوي چې په نورو وګړو بر واوسي او هغه څوک چې ددوی ناروغي ورپه ګوته کوي، خپل رقیبان یا کینه ګر بولي. دوی د ناکامیو یا ماتو سره سره هڅه کوي چې د خپلې انساني (انا، زه) ساتنه وکړي او د خپل ځانګړي مهارت پر مټ خپل جعلي شخصیت جوړ کړي.

مشهوره رواني ډاکټره بیربیل وارډټیسکي وایي چې پر نرګسیت اخته ناروغان اساسا نه غواړي څوک ورسره همدردي ښکاره کړي، او داسې وګړي د هم آهنګۍ د موندلو کمه وړتیا لري، نوموړې زیاتوي چې پر دې ناروغۍ اخته وګړي هڅه کوي له نورو څخه کم واوري او کوښښ کوي د خبرو اترو اصلي محور په خپله وي.

وراډټيسکي زیاتوي چې نرګسیت یوه رواني ناروغي ده او پر دې د اخته وګړو یوزاې ستاینه کفایت نه کوي، بلکې که ددوی له کومې خبرې سره مخالفت وشي بده پرې لګیږي او سمدستي عصباني کیږي.

په دوی کې د پښېماني او مننې جوهر ډېر کمزوری دی، تل له دواړو څخه انکار کوي او هغه ځکه چې دوی دا انګیري، په کوم کار پښېمانه کېدل او یا د کوم کار په اړه له چا څخه مننه کول د سړي عظمت او عزت ته تاوان رسوي؛ نو د خپل شان شوکت او د خپل برم د را غورځېدو له ویرې دوی په ناوړو کارونو پښېمانه او په ښه کار منندوی نه دي.

په عام ډول ځان خوښونه، ځان غوښتنه او پر ځان باوریتوب او د خپل شخصیت جوړول یو مثبت عمل دی، ځکه چې د دا ډول نرګسیت بنسټ د نورو وګړو پر بربادونه نه دی ایښودل شوی.

د خپلو کمزوریو او مسوولیتونو درک کول چې ځان پيژندنه یا ځان ساتنه بلل کیږي د یوې متحرکې ټولنې بنسټیز جوهر جوړوي، په دې ډول نرګسیت کې وګړي له ناسمو کړنو ځان ژغوري، آن ارواپوهانو د ځان ساتنې یا ځان جوړونې دې ډول ته د نرګسیت اصطلاح هم نه ده کارولې.

ارواپوهه ډاکټر وارډټيسکي هم وایي چې پر خپل ځان په غیز عادي توګه یقین او باور لرل یو جلا بحث دی او هغه په اصطلاح پر ځان له عاشق کېدو «نرګسیت» سره هیڅ ډول سرو کار نه لري، ځکه چې په دغه حال کې انسان خپل احساسات کنترولوی شي او په دې هم پوهیږي چې په کومو حالاتو کې ځان راحت کولی شي.

پر نرګسیت ناروغۍ اخته وګړي په غیر معمولي توګه او تر اندازې زیات ځان محترم او د درناوي وړ بولي، داسې کسان د خپلو داخلي شکونو او اشتباهاتو تر شدت لاندې د راتلو له امله هڅه کوي خپل شخصیت ډیر لوړ وښیي، څو د خپل چلند نیمګړتیاوې پټې وساتلی شي.

پر نرګسیت ناروغۍ د اخته کېدو لامل څه دی؟

ارواپوهه وارډټيسکي وایي، د نرګسیت ناروغي لرونکي کسان یا ماشومتوب کې له پامه غورځول شوي او یا هم په ماشومتوب کې تر خپل شخصیت او وړتیا په لوړه اندازه ستایل شوي دي.

په دغو دوو کیفیتونو کې لوی شوي وګړي ممکن په اصطلاح پر خپل ځان په لوړه کچه عاشق وي او همدا حالت بیا نرګسیت بلل کیدای شي، په دې لړ کې ګڼ شمېر پېښې ثبت شوي چې په اړه یې بېلا بېل راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x