ادبي لیکني

د سپین غر ادبي بهیر اوونیزې ادبي ناستې راپور

راپور: راز خوږیاڼی
نېټه: ۱۳۹۸ د مرغومي ۶مه

سپین غر ادبي بهیر یارانو خپله نهۀ دېرشمه ادبي ناسته وکړه، یاده ناسته چې پۀ خوږیاڼیو کې د سپین غر ادبي بهیر د غونډو پۀ تالار کې تر سره شوه، دريځ چارې یې جان ولي ثاقب سمبالولې، د محمد غوث نوري لۀ خوا د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو پۀ تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې مشري خوږ ژبي شاعر جانان خدرخېل کوله او د میلمه پر څوکۍ ورسره نوراغا مظلومیار ملګری و.

د تېرې ناستې راپور د خوشال دراني لۀ لورې واورول شو چې د ټولو ګډونوال لۀ خوا ښۀ او پۀ زړۀ پورې وارزول شو.

پۀ پیل کې د دې ناستې مشر جانان خدرخېل خبرې وکړې، هغۀ پۀ خپلو خبرو کې وویل د ګډونوالو ډېرښت او کمښت باید پۀ پام کې ونۀ نیول شي، کوښښ دې وشي چې هره اوونۍ د بهیر ناسته وکړو او دلته راتګ او ناسته یو مسؤلیت وګڼو، جانان پۀ خپلو خبرو کې زیاته کړه چې موږ دلته د ذهنونو د برابرولو لپاره کار کوو تر څو د بهیر هر ګډونوال راتلونکي کې یو شخصیت او پیاوړی ویناوال واوسي.

لۀ پیلیزې وینا وروسته ازاده مشاعره وشوه چې محمد غوث نوري، بریال وزیروال، جانان خدرخېل، نجیب الله افسوس، خوشال دراني، استاد احمدالله چابک، مسکینیار دانش، پروېز نوري، رسول خان جانیخېل، نوراغا مظلومیار، نورمل نوري، نورعلم نوراني، عرفان حیدري، او وړوکي بشیراحمد، پکې خپل او د نورو شاعرانو انتخابي شعرونه د ناستې ګډونوالو ته واورول، یاده دې وي چې مشاعره ځینو خوږ ژبو ترنم ویونکو پۀ خپلو خوږو او شرنګیدلو ترنمونو لا خوندوره او پۀ زړۀ پورې کړې وه.

لۀ ازادې مشاعرې وروسته محمد غوث نوري د ارزونې پۀ موخه دریځ ته وبلل شو هغۀ پۀ ټوله کې غونډه ښۀ او پۀ زړۀ پورې وارزوله، هغۀ لۀ ځوانو شاعرانو غوښتنه وکړه چې باید د ټولنې غږ منعکس کړي او غوښتنه یې ترې وکړه چې باید داسې شاعري وکړي چې پۀ جومات، مدرسه، ښوونځي او کور کې یې څوک ولولي او ورباندې ونۀ شرمېږې، نوري د خپلو خبرو پۀ وروستیو کې سپارښتنه وکړه چې باید پۀ شعر کې ملي احساس او اسلامي تهذیب ته درناوی وشي او د همدې چتر لاندې شاعري او لیکوالي وکړو.

یاده ادبي ناسته غرمه مهال د خوشال دراني پۀ دعا پای ته ورسېده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx