لیکنېنظــر

اوربند؛ پلمه که ضرورت؟!

عبيدالله بهير

له څو ورځو راهیسي د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د مذاکراتي پروسي د جاري ساتلو لپاره د طرفینو ترمنځ د موقت اوربند خبره د رسنیو د سر ټکی دی.

د طالبانو سیاسي چارواکو هم منلې چې د اوربند خبره یې په لوړه کچه د چارواکو ترمنځ تر بحث لاندې ده خو په دې اړه یې وروستۍ پریکړه لا نامعلومه ده.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په تیرو (۹) پړاوه خبرو کې د اوربند په شمول د مذاکراتي پروسې ټول جزئییات د طرفینو ترمنځ د یوې ترتیب شوې مسودې په ترڅ کې په پوره تفصیل سره واضح شوي وو.

خو امریکايي ولسمشر د یوه ټویټ په وسیله یاده مسوده ناکاره او مذاکراتي پروسه یې تعطیل کړه.

اوس چې یو ځل بیا د طرفینو ترمنځ مذاکراتي پروسه پیل شوې امریکايي لوری د هغې د ترسره کیدو لپاره تر نهايي موافقه لیک وړاندې له طالبانو څخه د لنډ مهاله اوربند غوښتنه کوي.

هغوی وايي د دې لپاره چې مونږ باوري شو چې طالبان ریښتیا سولې ته تیاری لري، باید هغوی عملا دغه تیاری د یوه موقت اوربند په پلي کولو سره ثابت کړي.

د امریکایانو د دې غوښتنې په مقابل کې طالبان هم د یوه مذاکراتي طرف په حیث دا حق لري چې له امریکایانو څخه وپوښتي چې تاسو سولې ته د ژمنتیا لپاره د عملي تضمین په حیث څه وړاندې کولای شوای؟

ځکه مذاکراتي پروسه له پیله ستاسي لخوا نقض شوې، او په هغې کې چې څه بي اعتمادي رامنځته شوې د هغې پړه شخصا د امریکايي ولسمشر ټرمپ په غاړه ده.

په کار خو دا وه چې د هغې د بیا ځلي پیل لپاره طالبانو له امریکایانو څخه د عملي شرط او تضمین غوښتنه کړې وای.

خو دا چې طالبانو له هیڅ ډول شرط پرته هغه بیا ورسره شروع کړه دا خپله د جګړې خاتمې ته د طالبانو ژمنتیا ښيي چې امریکايي لوری باید ورباندې باور وکړي او له تعلل پرته د مذاکراتي پروسې په اتمام کې عملي ګامونه واخلي.

په دې کې شک نشته چې اوربند د عملي سولې د تنفید او جګړې د خاتمې لپاره اساسي ضرورت دی، خو دا هغه مهال چې اوربند په مذاکراتي پروسه کې د طرفینو د رضایتي توافق په صورت کې ومنل شي؛ نه د یوه لوري لخوا د ځان د احقاق او برلاسه ښودلو د فشار د وسیلې په توګه.

د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په روانه مذاکراتي پروسې کې یو لوری هم باید پر مقابل لوري د فشار راوړلو هڅه و نه کړي ، ځکه د فشار اِعمال دګټې پر ځای د یادې پروسې طبیعي افادیت زیانمنوي او هغه له مزیدو بي باوریو سره مخ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
سوله یوه ورځ ده غنیمت،
اوربند د افغانانو ضرورت،
باداران ورته نه لری حاجت،
ولس قتلوی غلامان دی ملامت،
قاتلان نه لری په سپیره ډوډی قناعت،
ډالرکلداری اخلی وایی دا ده شجاعت،
داغیارو له چوپړ خلاص کړی ځان له اسارت،
توپک بارود ته شا کړی وکړی د ولس خدمت،
،،،،،،،،،،،،،،،،غمی،پښتین سټی کنډو.پکتیا ګردیز،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،

Abdul-Rauf Alam

غمې ته! د امریکايانو حتمې وتل، پر تا هم له فکرې اړخه اثر کړی.ځکه اوس دی په چټیات ویلو پیل کړي او ځان، شاعر درته ښکارې.

غمی.پښتین

ښی چاری
عبدالروف عالم ته،
ولسی عام وګړی یم،شاعر نه یم،حالاتو شاعر کړی یم.
دا شعر درواخله .
،،،،،،،،،،،،،،،،زما دی،،،،،،،،،،،،،
ودان هم زما دی،
وران هم زما دی،
جلا ل اباد هم زما دی،
خیبر هم زما دی،
خپه نه شی صاحبه.
دا ته چه پکی اوسی،
اسلام اباد هم زما دی،

عبدالله

هم حکومت او هم طالبانو ته د مذاکراتو لپاره شه موقع ده پاته شوه خبره دامریکی، امریکی ته د وتلو لپاره بیا د اورو پوزه جوره شوه. کیدایشی دی اوربند کی هغه لورپوری طالبان چی مخالفت کوی په نشه او وروسته ووژل شی زکه طالبان خپلو کی یو نه دی حتی د اوربند پر سر لا تول موافق نه وه. حقانی گروپ، د ملا عبدالمنان نیازی طرفداران، د ملا دادالله د ورور گروپ، د هیبت الله گروپ هر یو یی اوس زان دنگوی. په همدی دول به پاکستان هم خپل خلاف طالب چارواکی مشخص او د وژولو لپاره به یی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x