روغتیا

پنځه عادتونه چې د «خیټې وازګو» راڅرګندیدو لامل کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د خیټې وازګې او غوړ په نارینه او ښځینه دواړو کې په مساوي ډول رامنځته کیږي، پوهان وایي چې د خیټې وازګې د نورو په پرتله ډيرې سختې دي او له منځه وړل یې هم ستونزمن دي.

د جرمني د تغذیې ټولنې راپور ورکړی، ځینې ناسم عادتونه شتون لري چې د خیټې شاوخوا وازګو رامنځته کېدو لامل کیږي، دغه عادتونه په لاندې ډول دي:

کم خوب

د خوب نشتوالی ددې لامل کیږي چې بدن ډیر سټرایډ هورمون کورټیزول رامینځته کړي، کوم چې د خوړو اشتها نوره هم زیاتوي، د کورټیزول کچې ټيټولو لپاره باید د شپې لخوا د ۷ او ۸ ساعتونو ترمنځ خوب وکړل شي.

خواږه څښاک

دا څرګنده ده چې په خوږو څښاکو (میوو جوس) کې د شکر کچه خورا زیاته موندل کیږي، د جوس کولو پرمهال میوه خپل نسجونه له لاسه ورکوي. دغه راز هغه څښاک چې په پراخه کچه شکر ولري د خوراک اشتها زیاتوي، د بېلا بېلو جوسونو پرځای باید اوبه څښل غوره شي.

غوړ لرونکي خواړه

روغتیایي پوهانو خبرداری ورکړی، هغه خواړه چې کم غوړ ولري معمولا په لوړه کچه شکر لري، ددې پرځای چې کم غوړ لرونکي خواړه وخوړل شي باید هغه خواړه غوره شي چې روغتیایي او قدرتي غوړ ولري لکه، وچه میوه، هګۍ، ماهي او داسې نور..

په یاد ولرئ چې روغتیایي غوړ د انفیکشن یا التهاب پر وړاندې اغیز لري او د خیټې غوړ په کمولو کې مرسته کوي، دغه راز انسان ته د مړښت احساس هم ورکوي.

اوږده موده ناسته

اوږده موده ناسته د میټابولیزم او وینې جریان سوکه کوي کوم چې د غوړ سوزوونکو انزایمونو مخه نیسي، د جرمني کارپوهان سپارښتنه کوي چې د ورځې په جریان کې بدن فعاله او متحرک وساتئ، لکه د موټر پرځای پيدل تګ خوښول، د لیفټ پرځای د زینو استعمال او داسې نور.

د شپې ناوخته خواړه

کله چې له خوب لږ وړاندې خوراک وکړل شي، دا پر معده د هضموالي پرمهال فشار راولي، کوم سره چې په مناسب ډول خپله دنده سر ته نه شي رسولی، طبي پوهان سپارښتنه کوي چې لږ تر لږه له خوب څخه دوه ساعته وړاندې خوراک بس کړئ، تر څو مو د خیټې شاوخوا وازګې زیاتې نه شي.

سرچینه: الجزیره

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close