د نن سرلیکنهلیکنې

افغان سوله او د اوربند مسئله

نن ټکی اسيا – سرليکنه

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي لوري او دوحه کې د طالب سیاسي استازولۍ ترمنځ له سپټمبر ۲۰۱۸ راهیسې د خبرو لس ستونزمن او ستومانوونکي پړاوونه ووهل شول. دواړو لوریو خپل مجبوریتونه، ستونزې او ننګونې درلودې. امریکا که څه هم یو ستر ځواک دی بالاخره مجبوره شوه چې طالب سره د یوه طرف په توګه د مذاکرې د مېز بلې غاړې ته کښېني. طالب د یوې مقاومتي ډلې په توګه د خبرو لپاره خپلې آسیب پذیرۍ درلودې؛ خو دواړو لوریو دا هر څه ومنل او تر دې دمه یې نسبتاً هیله‌منوونکې خبرې درلودې.

خلیلزاد له پیله پر څلورو ټکو (له راتلونکي افغانستانه د نه ګواښ تضمین، د بهرنیو ځواکونو خروج، اوربند او بین الافغاني خبرې) باندې ټینګار درلود. طالب مشرتابه دوو لومړیو ټکو (نه ګواښ او د بهرنیو ځواکونو خروج) ته لومړیتوب ورکاوه. پیل پر همدې دوو وشو. مانا دا چې امریکايي لوري ومنله چې له افغانستانه به ټول بهرني ځواکونه وځي. دا د طالب لپاره یوه لاسته راوړنه وه. اوس که پر دوو وروستیو ټکو هم بحث کېږي، د ډېرې اندېښنې وړ خبره نه ده. ځکه په طبیعي ډول چې د سولې خبرو کې پرمختګ کېږي پای به یې اوربند وي.

اوس چې پر دوو لومړیو ټکو د هوکړې په متن کې خبره وروستۍ شوې ده، نه ده په کار چې د اوربند بحث دې دا فرصت وننګوي.

سیاست او ډیپلوماسي د امکانونو او احتمالونو لوبه ده،چا هم دا نه ګڼله چې د طالب او امریکا خبرې دې دومره پړاوونه ووهي او تر دې ځایه دې راورسېږي. اوس چې دا پړاوونه نسبتاً موفقانه ووهل شول د دې لپاره چې هوکړه په یوې ښې فضا کې لاسلیک شي اوربند که نسبي وي یا عمومي ښايي د دې لامل نه شي چې دا فرصت له لاسه ورکړو. د ښې مذاکرې لپاره په کار ده چې د مقابل لوري مجبوریتونه، اړتیاوې او د ضعف او قوت ټکي وپېژنو. که څه هم ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرېکړه کړې چې افغان جګړه پای ته ورسوي او خپل ځواکونه کور ته بوځي؛ خو دا ټرمپ لپاره هم یوه اسانه پرېکړه نه ده.

د امریکا په حکومت، کانګریس، رسنیو او مدني ټولنو کې د دې هوکړې پاموړ مخالفتونه هم وینو. مقابل لوری اړتیا لري چې خپلو خلکو په تېره خپلو مخالفینو ته یو قوي منطق ولري. د همدې لپاره ښايي د اوربند یا له هوکړې وړاندې د تاوتریخوالي د کموالي غوښتنه وکړي. باید د امریکا وېشلې اداره په پام کې ونیول شي او بیا ورسره تعامل وشي.

په طالبانو کې د اوربند د نه کولو یو منطق دا دی چې ښايي د اوربند په موده کې ځینې استخباراتي کړۍ داسې پېښې وکړي چې دا پروسه مختل کړي. که دا بحث وي، دا ستونزه هر وخت شته، د هوکړې له لاسلیک وړاندې، د لاسلیک پر مهال او له لاسلیک وروسته. که طالب او امریکا سره په خبره پوه وي، بیا ښايي ستونزه نه وي؛ ځکه طالب د هر لوی برید مسوول نه دی.

چې خبره راټوله کړو، موږ د یوه تاریخي فرصت په درشل کې یو. زموږ دریځونه هم تر ډېره له دغه فرصته د استفادې جوګه دي. یوازې د تطبیق او میکانیزم مسایل باید دومره جدي ونه نیول شي چې د لویې هوکړې مخه ډپ کړي. له هوکړې وړاندې د یوې مناسبې فضا جوړول په کار دي چې مقابل لوری هم د خپلو مخالفینو څخه په یوه ارامه فضا کې وکولای شي هوکړه لاسلیک کړي او راتلونکو پړاوونو ته لار پرانیزي. د هوکړې لاسلیک د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر څنګ د زرګونه بې ګناه افغان بندیانو د خلاصون زېری هم له ځان سره لري. په دې اساس موږ په یوه فوق العاده وخت کې فوق العاده پرېکړو ته اړتیا لرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدظاهر حلیمی

تاریخ به داهم ولیکی چی الهی نصرت داثابته کره چی د دنیا امپراتوریی یوی کوچنی دلی په بین المللی سطح دشرم کندی ته ورتیل وهله فوزی غروریی مات اوافعان ولس ته درسیدلیوخساراتولگشتونه دورکری شرایط برابرکره انشاالله

عبدالواحد

ستاسوپه فکرامریکاله ویتنامه سره کمه معاهده لاس لیک که اوکه روسیی له افغانستان سره کمه معاهده لاس لیک که که طالبان دقطردفترپریږدی دامریکا سره دیوی هوکړی معاهده هم ونکړی امریکا ددونی مصرف توان نلری اونه دخپلوعسکرو دوژلوجواب ملک اوملت ته لری اونه اوس پخپله خوښه وزی داتنها دخلیلزاد ملحد پرفکرټرمپ دافغانستان دهډوامید ساتی دادټرمپ اوغنی ملحد ګډعواید دی چه درپردی لاندی سره تقسیموی آیاستاسوپه نظردټرمپ حکومت دونه بی شعوره دی چه دانه وینی چه داددنیاکومکونه چیری ځی هغه زموږمحافظین عسکرپه سنګروکی دلوږی مری – که طالبان خپل جهادجاری وساتی غنی به لکه نجیت ګوپخپل ځالۍ کی مردار کی نه به… نور لوستل »

جميل

زمونږ مجاهد علماء تر مونږ ښه پوهيږی چی څه وکړی . خو زما په اند : دابه د مکاری امريکی لمړنی او آخری مکر او چل نه وی ، زه پخپل کوچنی ذهن سره دا وايم چی لدی اوربند وروسته به امريکا نور څه هم وغواړی او تر هغه وروسته نور هم او په پای کی به خدای مکړه هغه سپيڅلی مجاهدين چی د خپلو مجاهد علمائو امرونه په پوره اخلاص او بيله کوم شک او ترديده منی او عملی کوی يی سستی راسی او د امريکایايانو د نورو نخرو او هيلو سرو به په مشرتابه کی خدای مکړه سوء… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x