نړۍ

نيويارک: د چړې په بريد کې پنځه يهودان ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د امريکا په نيويارک ايالت کې د يوه يهودي راهب په کور کې د چړې بريد له امله لږ تر لږه پنځه تنه ټپيان شوي دي.

په نيويارک د اورتوډوکس يهودانو د عامو چارو کمېټې ويلي، مخ پټي بریدګر د نيويارک په شمال روک لينډ کاونټي سيمه کې د يهودي راهب په کور پنځه تنه په چړې ټپيان کړي او په تېښته بریالی شوی دی.

امريکايي رسنۍ وايي، د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، چې د دوو تنو روغتيايي وضعيت ترينګلی بلل شوی دی.

سيمه ييز پوليس وايي، د بریدګر لټون روان دی، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې د يهودي راهب په کور کې د یهودانو اختر «حانوکا» يا اخلاص اختر نمانځلو په موخه ګڼ شمېر يهودان راټول شوي وو.

د يادونې وړ ده، چې د روک لينډ کاونټي سيمې ډېری اوسېدونکي يهودان دي، چې خرابو او خامو ودانيو کې ژوند کوي.

امريکايي چارواکو د پېښې په اړه غمرازي او اندېښنه ښکاره کړې ده.

د نيويارک ښاروال بل ډي بلاسيو په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، « زموږ په ښار کې کرکې لپاره هېڅ ځای نشته او دا برید د نيويارک پر خلکو شوی دی.

د نيويارک لويې څارنوالې هم د پېښې په اړه خواشيني ښودلې او وايي، چې دا ډول له کرکې ډک کارونه هېڅکله د زغملو نه دي او موږ دا وضعيت له نږدې څارو.

د نيويارک پوليس وايي، چې پر يهودو د برید په تړاو دوی د یهودو ژغورنې لپاره امنيتي تدابير زيات کړي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

داسی کارونه لکه د September 11 چی پکی درې زره کسان ووژل شول، دا ټول کارونه په خپله همدا یهودیان کوی. د دی کار په وسیله اوس حکومت مجبوره وی چی د دوی د ساتنی او معشیت لپاره نور امکانات هم زیات کړی. مسلمانان هر چیری په خپل غم ګرفتاره دی. بیا په امریکی کی مسلمانانو ته دومره زمینه نده برابره جی هر څه یی زړه وغواړی هسی وکړی. مسلمانان ترهګر ندی او ترهګری په اسلام کی اصلآ ځای نلری. یهودیانو همیشه داسی سیاست کړی چی اسلام د خلکو تر نظره بد ښکاره کړی. د هغوی يروګرامونه همدا دی چی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x