
استاد محمد یاسر د بند یوولس کاله
عمار ياسر
محترم استاد محمد یاسر زمرک د نن څخه پوره یوولس کاله مخکې د ۲۰۰۸ کال دسمبر په ۳۰ نیټه پیښور ښار حیات اباد کې د پاکستان امنیتی ځواکونو لخوا پداسې حال کې ونیول شو چې په کور دننه د ماسخوتن لمانځه باندې ولاړ وو .
د پاکستان حکومت او استخباراتود تیرو اتلسو کلونو دوران کې د امریکا د خوشحالولو په خاطر په زرهاؤ مسلمانان ، طالبان ، مجاهدین بندیان کړی، شکنجه کړی او حتی وژلی دی خو دا چې یو مسلمان ونیسی ، کلونه یی زندانی کړی او بیا یې ترۍ تم کړی زما په نظر دا هغه جرم دی چې د وخت په تیریدو سره لوی کیږی ، هغه اور دی چې د کلونو په تیریدو سره لا ګرمیږی د ظالم او مظلوم ترمنځ هغه خاموشه رشته ده چې غږ یی آینده نسلونو ته رسیږی .
زما د والد صیب استاد محمد یاسر حالت هم داسې دی لکه د پاکستان په زندانو کې تري تم وی، مونږ د تیرو څو کلونو کوششونو ، ملاقاتونو او رابطو باوجود تراوسه دده د ژوند او یا شهات په اړه د ډاډ وړ هیڅ معلومات ندی ترلاسه کړی ، دا چې مونږ به نور څومره پدې موضوع وځوریږو لا معلومه نده، خو دلته د یو شاعر دغه جملې ذهن ته راځي چې .
زه هیڅکله چا خپل کړی په زور نه یم
زه افغان یم په مرګ خوښ په پیغور نه یم
محترمو ! د همدې فرصت څخه په استفادې تاسې سره د استاد محمد یاسر د زندان هغه اشعار چې ده خپله لیکلی دی او په کال ۲۰۱۰ میلای کې یی د زندان څخه خپل فامیل ته استولی شریکوم . مننه
عمار یاسر
یکشنبه ۲۹ دسمبر ۲۰۱۹
دوحه ، قطر
عمار صاحب ! خوشاله یم چه یاسر صاحب ستاسی په شان ښه اولادونه روزلی چه د هغه ځای ناستی او د مسلمانانو د پاره د خدمت مصدر جوړ شی . یاسر صاحب له هغه وخته پیژنم چه هغه په سعودی کی محصل وو رخصتیو کی به پیشاور ته راتلو هغه وخت د جمعیت غړی او سکندر پوره حویلی کی مو سره ګډ ژوند درلود له هغه وخت مو ورسره پیژندنه او ملګرتوب شروع شو، له هغه وروسته مونږ د حزب ( ګ بیدین خان ) او هغه د باعوری ایساف سره ملګری شو. له هغه وروسته مونږ کوم بارنی هیواد… نور لوستل »
محترمو طالبانو. د امریکا سره به مذاکرات وکړی ـ ګریچه د افغان ګوډاګی حکومت سره مذاکرات ضرور نه بولم ځکه چه غنی وایی هرڅه د ده تر مدیریت لاندی به دوحه کی پر مخ ځی. نو بیا دوباره بین الافغانی[ غنی ډله] خبری د څه د باره. مګر زما سوال دادی چه څه وخت خپله د اذادی مذاکرات د پنجاب سره شروع کوي. او څه وخت ستاسی بندایان درته په لاس درکوی.او که دا هرڅه آبادی او خرابی په افغانستان کی د پاکستان دآبادی او ګټـــــــو دپاره کیږی.که غواړی دا مظلومان چه د پنجاب اتکړی یی په پښو کی دی… نور لوستل »
په ېاسر صاحب دى الله پاک ورحمېږى،داسى ډېر مثا لونه نور هم شته چى دطالبانو غړى دعربانو پشمول دا د### پېداوار هم مړه هم بى عزته هم امرېېکى ته تسلېم کړه نو که طالب کى شرم نوى نو له بېشرمه سره بحث فاېېده نکوى کنه نو له پاکستان څخه غټ کافر غټ ب## پدى ځمکه نشته، باېد طالب دپاکستان له اثره ځان خلاص کړى او اشرف غنى سره ېو ځاۍ ېو قوى حکومت جوړ کړى، او امرېکاېېان دى رخصت کړى، ځما په نظر سره له دى کار سره به دپنجاب # زړه وچوى، په ډېر درنښت،
احمدشاه ګلزار دبلجېم څخه
الله ج
دی شېخ صاحېب سره ډېر شه وکړی
امېن.
ده پاکستان سل مخه بی غېرته فوجی جنرالان به هم ېوه ورڅ ده
الله ج
حساب ته درېزی او حساب به ورسره کېږې
انشاالله
ده نړی مسلمانانو ته رسواء دی انشاالله نور به هم ذلېله کېزی
که ياسر صاحب ژوند وي الله تعالی بخير را خلاص کړي او شهيد وي الله تعالی يې شهادت قبول کړي ، الله تعالی د هغې مبارکې او شريفې کورنۍ ته صبر جميل ورکړي .
افغان ملت به د اوستاد ياسر غوندي ملي اتلان هیڅکله هیر نکړې او مونژ ته پكار ده چه د دوعاگانو نه يي هير نکړو،
كه ژوندي وي الله(ج) د پخير له خپلي كورني سره ديدن وکړې او كه شهيد شوي وي نو الله پاك د ده شهادت په خپل دربار كي قبول کړې.
امين يارب العلمين
مشر ملا دی دپاکستان تر حمایت لاندی مزیی کووی او نور دی په زندانوکی ورسته شی، دغه دی طالبانی ذهنیت! که چیرته خلیلزاد او دافغانستان دحکومت هځی نه وایی اووس به ملا برادر هم په زندان کی وو. دغه په اصطلاح امارت د ۵۰۰۰ بندیانو خلاصون له امریکا غواړی خو داستاد یاسر په څیر په نورو پسی چی دپکیانو په زندانو کی دی څوک نه ګرځی. ##دی وی په پکیو او دهغوی په غلامانو.
الله پاک دی استاد یاسر مل شی که ژوندی وی او که شهید وی نو الله پاک دی جنتونه ورکری استاد یاسر غوندی انسان به کم پیدا شی دیر با تقوا،با ایمان، غیرتی پدی دین، د غریب او مسکین دوست ، ما شپی او ورزی ورسره تیری کری زه نه پوهیژم چه دده کوم کار او کوم عمل توصیف وکرم ،داسی غیرتی انسان به کم پیدا شی چه هر چا ورسره وخت تیر کری نو ورته معلوم به وی ، د ملا صاحب برادر نه هیله مند یو چه د یاسر صاحب معلومات دی وکری چه د ژوند او شهادت… نور لوستل »
عمار صاحب ! شیخ الاستاد یاسر (رحمه الله) که ژوندﺉ وي الله دې پخیر راخلاص کړي او که شهید وي الله تعالی دې د جنت په نعمتونو ونازوه وي او اینده دې الله تعالی نور داسې علماء په افغانستان کې پیدا کړي. رقیب که هر څومره شیخ صاب جیل کې واچوي؛ او یا یې شهید کړﺉ وي او خلقو له ذهنو یې وباسي دا هڅه یې ناکامه ده. شیخ صاب ته موژ په زړه کې ځاﺉ ورکړﺉ له زړونو یې نشو ایستلﺉ. عمار صاب په یوه ویډیو کې مې ولیدې یقیناً ډیر خوشحاله سوم چې انشاءالله د شیخ صاب د… نور لوستل »