
حفيظ الدين پيرزاده
امریکا د خپل تقریبا دوہ نیم سوہ کلن عمر تر ۹۰ سلنې زیات وخت په جگړو کې تیر کړی. ھمدا جگړہ دہ چې د امریکې عمر ته یې تداوم بښلی، که جگړہ نه وي نو امریکا د نړۍ په ھغه لیرې کونج کې پروت یو بې موخې ھیواد گرځي او تر ډیرہ یې د پاشل کیدو او ویشل کیدو قوي احتمال ھم شته!
له طالبانو سرہ د مذاکراتو د ځنډیدو لاملونه په دوہ ډوله دي؛ لومړی یې ضمني او دویم یې اساسي؛
ضمني لاملونه خورا زیات دی چې یو څو یې دا دي:
اوربند:
له چا سرہ؟ د څومرہ مودې لپارہ او په کومو شرایطو؟
دا ھغه نکات دي چې پر سر یې لا د طالبانو د مرکچي پلاوې او امریکا تر منځ توافق نه دی شوی!
طالبانو په کراتو ویلي چې امریکا دې د خپلو قواو انخلا پیل کړي او ھغوی ( طالبان ) به ورته د وتلو محفوظه لیار برابرہ کړي؛ مانا دا چې د وتلو پر مھال به پرې حملې نه کوي، دا خبرہ خپله د اوربند پر مانا دہ.
خو ښایي طالبان داسې اوربند ته زړہ ښه نه کړي چې بھرنۍ قواوې دې د غوڅ ملاتړ تر نوم لاندې ھوایي حملې، شپني عملیات او د ولسي خلکو پر کورونو چاپې وھي او دوی دې ورته لاس تر زنې ناست وي!
زما پر اند، د اوربند پیچلتیا او د اړوندہ موضوعاتو پر سر یې نه توافق د مذاکراتو د خنډ او ځنډ ضمني لامل دی
داعش:
طالبانو د ھیواد په شمال کې او په دې وروستیو کې د ھیواد په شرقي برخو کې داعش له پښو و غورځاوہ.
داعش د انگریز، امریکا او اسرائیلو گډہ پروژہ دہ چې په افغانستان کې یې تزریق روسیه، چین، ایران او د منځنۍ اسیا ھیوادونه ھیښ کړي و.
یاد ھیوادونه په افغانستان کې د ناټو له حضور څخه په ویرہ کې و او د داعش را زرغونیدلو خو بیخي وارخطا کړي و. دا ھیوادونه پر طالبانو ھم مئین نه دي خو د غلو له ډارہ د کلي د فرمودې پر بنسټ له طالبانو سرہ راشه درشه ته مجبور ول.
د داعش داسې له یوې مخې بیخ کنۍ د یادو ھیوادونو ھغه مجبوریت چې طالبانو ته یې درلود، مرفوع کړ چې په مقابل کې یې ھغوی پر امریکا فشار کم کړ .
پر امریکې د فشار کمیدل ھم پخپله د مذاکراتو د ځنډیدو ضمني لامل دی!
زما پر اند، طالبان باید له سیاسي درایت څخه کار واخلي، داعش وځپي خو له یوې مخې محوہ کول یې لکه څرنگ یې چې په ننگرھار کې وکړل، د افغانستان د لیرې او نژدې گاونډیانو، ھغه ویرہ او حساسیت را کموي چې ھغوی یې د امریکا او ناټو له حضور سرہ لري او دا کار نه د طالبانو په گټه دی او نه ھم د افغان ولس!!
د بندیانو تبادله:
د لیونۍ ارمان پورہ شو
په لارہ ځي په غونډو ولي زیارتونه
د بریگیډال له تبادلې او له ھغه څخه ھم مخکې کله چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ د بندیانو د تبادلې موضوع مطرح شوې، امریکایي چارواکو د خپل ولس د فشارونو له امله چټکې او فعالې دیپلوماسۍ ته مخه کړې. خو چې څرنگ تبادله پای ته رسیدلې، امریکایانو په نورو مسایلو خاورې اړولي او پښې یې سپکې کړي.
د امریکایي پوھنتون د استادانو د را خوشې کولو ټټر له ټرمپ څخه نیولې تر نورو ډیري امریکایي چارواکیو ډبولی و. ھغوی خپلو ولسونو سرہ له کرسمس څخه مخکې د استادانو خپلو کورونو ته د را ستنولو ژمنه کړې وہ. ھمدغه د امریکایانو ژوبله گوته وہ چې طالبانو باید ترې نیولي وای او د بندیانو تبادله یې د نھایي شویو مذاکراتو د مسودې تر لاسلیکولو پورې مشروط کړي وای خو له بدہ مرغه طالب دیپلوماسي په دې ډگر کې لکه څرنگ چې پکار وہ ھسې بریالۍ نه وہ!
امریکایانو خپل سړي تر لاسه کړل، له خپل ولس سرہ یې کړې ژمنه پورہ کړہ او نور یې نو د مذاکراتو له تداوم سرہ ھغسې لیوالتیا پاته نشوہ.
زما پر قاصر اند، دا ھم د مذاکراتو د ځنډ او خنډ یو بل ضمني لامل دی!
انتخابات:
ښایي افغان انتخابات ھم د مذاکراتو د خنډ او ځنډ په ضمني لاملونو کې راشي.
اوسنۍ دوہ سرې افغان ادارہ ان د امریکایانو په سترگو کې ھم یوہ نامشروع او غیر حقوقي ادارہ دہ. ځکه نه یواځې خپله ھغه غیر قانوني، قانوني مودہ یې پورہ کړې بلکې ھغه د غیر قانوني تمدید شپږ میاشتې یې ھم پورہ شوي.
امریکایانو فکر کاوہ د انتخاباتو پر مټ به خپلو گوډاگیانو ته نسبي مشروعیت وبښي او بیا له ھمدې مشروعیت څخه په استفادې به د بین الافغاني تفاھم پر میز ھغوی ته د غوښنې برخې د غوښتلو لپارہ چنې ووھي خو ھغوی؛ ع +غ په شریکه ھم د یوہ لوی ښار د ښاروال په اندازہ رایې وانخیستی شوی.
د انتخاباتو پایلې لا ھم د امریکایي سفیر جان بس پر قول نھایي پړاو ته نه دہ رسیدلې خو د بسوگۍ د وادہ ھمدې جنجالي او اوږدې پروسې د مذاکراتو په مخکې د ضمني خنډ او ځنډ کردار اداء کړ!
امریکا:
لکه څرنگ مو چې په مقدمه کې وویل؛ که جگړہ نه وي، امریکا یو بې ھدفه او پالتو ھیواد گرځي!
ھغوی په ډیرو ھیوادو کې د جگړو تخمونه کرلي چې لا مخ پر زرغونیدو.
د طالبانو مذاکرات د جگړې د خاتمې لپارہ دي او داسې مھال پیل شول چې امریکې لا د نړۍ په کوم بل ھیواد کې جگړہ نه دہ پیل کړې!
دا ھم د مذاکراتو د نھایي کولو په لار کې د خنډ او ځنډ یو ضمني لامل دی.
اساسي لامل:
دې کې شک نشته چې امریکې په افغانستان کې مطلقه ماتې خوړلې.
د امریکې د پوځ سترو جنرالانو، لوړ پوړي چارواکيو، سیاسیونو او رسنیو یې په مکررہ توگه پخپله ماته اعترافونه کړي!
جگړې پر پوځي اکمالاتو، وسلو او پیسو پر مخ ځي خو ھغه مھال چې د جگړې لپارہ روحیه او د پر مخ وړلو لپارہ یې انگیزہ موجودہ وي!
امریکایانو له طالبانو سرہ په جگړہ کې روحیات بایللي، جنگ پر کمو امکاناتو ممکن دی خو پر مغلوبو نفسیاتو ھیڅکله پر مخ نه وړل کیږي.
امریکایان به په ھر حال کې له افغانستان څخه وځي، ھغه که مذاکرات بریالي وي او که ناکام او یا ھم که له سرہ مذاکرات نه وي.
په دې خبرہ تر بل ھر چا د امریکې ستراتیژي جوړونکي ښه پوھیږي! خو دا چې اوس د وتلو پر مھال له ټال، مټول، څخه کار اخلي او ھمدا عمل د مذاکراتو د جاري ساتلو لپارہ خنډ گرځي، لامل یې زوړ تاریخ دی!
ھغه تاریخ چې د امریکې د پالیسۍ جوړونکیو او پلان کوونکیو پوھانو د میز پر سر پروت دی!
ھغوی ویني چې کله انگریز د افغانستان له غرونو ناھیلی راستون شو نو بیا یې پخپله یوہ مستعمرہ کې ھم پښې ټینگې نه شوی! ھغوی پوھیږي چې شوروي اتحاد په افغانستان کې شکست پر روسیې بدل کړ!
د امریکایي پوھانو ھمدغه ویرہ چې مبادا دوی ھم د انگریز او روس پر سرنوشت اخته شي د مذاکراتو د خنډ او ځنډ اصلي لامل دی!
د ناټو د غړیو ھیوادونو تر منځ د ھماھنگۍ فقدان، د افغان جگړې د ملا ماتونکیو مصارفو څخه د ځان ایستلو بھانې د یوہ رښتیني دښمن نه شتون او پر یو بل د ملامتۍ د اچونې ناندریو نوموړی سازمان د پاشل کیدو پر درشل درولی دی چې ھمدا حالت امریکایي تیوریسنانو ته د امریکې د پاشل کیدو لومړی پوړ ښکاري نو ځکه په مذاکراتو کې له ځنډ څخه کار اخلي تر څو حالات قابو کړي؛ تر څو خپل ملگري او ځانونه د تاریخ له ظالم تکرار څخه پر ھغه او دغه وژغوري!
والله اعلم
_________________
حفیظالدین پیرزادہ
د دسمبر ۲۸/ ۲۰۱۹ م
لندن انگلستان
پثرزاده صاحب : مننه کوو ډیرو ښه ټکو ته مو کوته نیولی مګر د سیاستی مسایلو ارزونیب د ارزونی او اصلی حقایقو ته رسیدل هم ستونزمن وی بدلییږی رابدلیږزی ، ځینی بدلونونه د لند او ځینی د دجال د اوږدمهالو پلانو څخه سرجینه اخلی د دجال اداری مدیریت ( نظم نوین جهانی ) لنډ مهاله پلانونه د اوږدمهالو پلانو حمایت او ملاتړ کوی . دحالیان، نظم نوین جهانی یا نړیوال استعخمار : عربی کی وایی [ الفاظ مترادف معنی واحد ] پورتنی دری اصطلاح یوه معنی لری یعنی د نړی د هغو حریصو انسانانو نوم دی چه نړی یی د… نور لوستل »
يو بل لامل چې کيدای د سولې خنډ وبلل شي ، هغه دا چې سږ کال اسلامي امارت پراخ تغرضونه نه دې کړي او له بلي خوا د کابل له لوري د شپنيو چاپو او د ځينو طالب مشرانو شهادت امريکايی لوری طمعه کړی وي چې شايد د شپنۍ چاپي طالب نور تنازل ته مجبور کړي ، که څه هم د طالب مصروفیت د داعش سره په جګړه کې د دې لامل شوي چې په نورو سيمو کې لويې لاسته راوړنې ونه لري.
که څه هم په حقيقت کې شايد داسې نه وي.
پر دی مظلوم او موئمن ولس چی چا تيری کړیدی هغه ندی ژغورل سوی ، امريکی تر نورو ډير ظلم او تيری کړیدی .
ښی چاری، پیر زاده صاحب ته، یو شعر درته ډلی کوم،هیله ده چه خوښ دی شی، لندن کی ناست کوی سیلونه، په ما خوار غریب کوی جنګونه، کوی قسماقسم غوړ خوراکونه، څښی زبردست سره شنه شربتونه. سهار وختی ګوډ مارنیڼګ ناری وهی، کورته لاړشی سیاسی تبصری لیکی، هره تبصره کی د جنګ جدل غوری کوی، دا څنګه مسلمان یی وروڼه سره جنګوی سوله اوربند ته ولیکه یو څو جملی، چه شی خلاص تر څو به سوسیال خوری؟ خپل ملک کی به د ژوند شی هر څه به دسم شی، په مال اولاد به د کنترول بیا به سربلند شی، ،،،،،،،،،،،،،،،،،،غمی… نور لوستل »
ژوندې اوسې پیرزاده