افغانستان

امريکايي پوهنتون: زموږ فعاليتونه نه بنديږي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په کابل د امريکايي پوهنتون مشر ډيويډ سډني ويلي، مالي سرچينو ته د اړتيا سربېره په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي.

د ډيويډ سډني له لوري رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې راغلي، تر څو، چې په افغانستان سوله نه وي راغلي، د پوهنتون امنيت لپاره مالي سرچينو ته اړتيا لري.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړي، چې وړمه ورځ «سي ان ان» تلويزون ويلي و، د افغانستان امريکايي پوهنتون د مالي بحران له امله تړل کيږي.

د سي ان ان په راپور کې د پوهنتون د سرچينو په حواله ليکل شوي وو، چې د امريکايي پوهنتون شپېته سلنه بوديجه د امريکا «يو ايس ايډ» مؤسسه ورکوي او د افغانستان په کچه تر ټولو لوړ فيسونه هم اخلي، خو دا پوهنتون له مالي بحران سره مخ دی او ښايي راتلونکی کال خپل فعاليتونه ودروي.

د پوهنتون یو اداري غړي سي ان ان ته ویلي: «حقیقت دا دی، چې د ټرمپ اداره نور غواړي د افغانستان په چارو کې لږې پيسې ولګوي، موږ به هڅه وکړو په دې برخه کې تغیرات راولو.»

د افغانستان په امريکايي پوهنتون کې اته سوه محصلين زده کړې کوي او که امريکايي پوهنتون خپل فعاليتونه ودروي، د سلګونو محصلينو تعليمي پروسه به له خنډ سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

له شکی وتلی، تر څو چه مستقیم او یا غیر مستقیم اشغال دوام لری امریکایی پوهنتون ( د غلامی روزونتون ) به دوام لری نظم نوین جهانی تر مرمیو زیات ډالر شیندی د دالرو یوه برخه د غلامی په روزنتونو خرڅوی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x