
شعـــــرونه
د ملا عبدالسلام ضعيف نوی شعر
ملا عبدالسلام ضعيف
هـــره لحظـــه د ځـــان فــراغ وګـڼه
غنيمـت هـــر نعمـت مســــاغ وګــڼه
وخت او فرصت تر سرو او سپينو غالي
مسؤل پــه چــارو ک ې دمـاغ وګڼه
مقــــابله د حــق بـــاطل وي همـيش
بـــاطل ظلمت او حـق څـيراغ وګـڼه
توپير د تـور او سپين هـر چـاتـه معلوم
حــق پـــه وګــړو کــې بـــلاغ وګــڼه
چــې زغـم د حــق د اوريــدو نــلرې
بيــا دي د حـق دعـوه د رواغ وګـڼه
خوشبو د ګل پـه حال باقي پاته ده
ماليــــاره ګــــرمه دي د بـــاغ وګـــڼه
مـينـــه طبعــي ده د بلبــل او د ګـل
پــه دښمنـــی کــې لــــتاړ زاغ وګـــڼه
ضعيفه هر زړه د بل زړه په شان دی
ملهـم ملهـم داغ يــې پــه داغ وګــڼه
جوړ تازه،
ضیعف صاحب ته،
ښه شعر د لیکلی.زه به هم څه ورسره زمزمه کړم.
وخت فرصت دماغ هیر کړی د جنګ،
حق باطل څراغ ورک کړی د جنګ،
خوشبو د ګل مالیار مړه کړی د جنګ،
حق وییلو روغ خولی ماتی کړی د جنګ،
کلداری روبل ډالر مخته کړی د جنګ،
هسکی شملی یی رغړولی د جنګ،
اوربند سوله نه کوی فایده دا جنګ،
د بل مه منی واچوای توپک په څنګ،
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،غمی،پښتین،سټی کنډوپکتیا ګردیز،،،،،،،،،،،،،