وحيدالله مصلح

د ترکيې سفر؛ لنډ تأثر!

وحيدالله مصلح

ترکيه د تاريخي ابداتو له مخې د سترو تمدنونو ترجمانه ده، د استانبول له بازنطين، د ازمير له اوليمپس او د انتاليا له رومن ودانيو او ستر لرغوني ښاره نيولې بيا د سلجوقيانو او عثمانيانو تر اسلامي نښو او سترو سترو ودانيو پورې دې ټولو ترکيې ته خورا لوړ تاريخي اهميت ورکړی. په دې ټولو کې بيا د عثمانيانو تاريخي نښو کې ګرځېدل داسې دي چې انسان يوازې ماضي ته نه وړي، دغه عظيم تاريخ چې کله د مسلمانانو له اوسني حالت سره په پرتله کې راځي نو انسان ته د کمترۍ احساس نه ورکوي بلکه د عزت يو عجيب حس راپاروي، د راتلونکي لپاره هيلې راټوکوي، دا باور پخوي چې مونږ بيا هم د نړيوال سيادت څوکې ته رسېدای شو، تاريخ بيا هم تکرارېدای شي.

نه پوهېږم؛ خو زه چې کله د هند تاج محل ته لاړ شم او د پاکستان انارکلي ګورم، د هغه ځای خاموشي ما هم ډوبوي او يو شاعرانه حس حتماً راتخڼوي خو د يو ژوندي او مبارز تمدن جذبه نه راکوي، بس د ماضي يوه مړه څپه وي چې انسان ته خوب ورولي او د ژوند او پاڅېدو پيغام نه لري.

ترکيه او اسلامي تمدني تراث!

کله چې حتی د لرې وطنونو يو اجنبي مسلمان د ترکيې په دغو تاريخي ابداتو ګرځي، نو په زړه پورې ده چې ځان په دغه لوی اسلامي تراث کې شريک بولي، د پرديتوب حس ډېر لرې پروت وي، کله چې زه په برصا کې د عثمان غازي پاشا مقبرې ته ودرېدم يو عجيب عظمت مې حس کاوه، ما هلته د زړه له تله دعا وکړه، کټ مټ لکه زه چې د خپل نيکه قبر ته ولاړ يم؛ سورتونه مې ورته وويل او دعا مې ورته وکړه. دا هر څه په جبر نه کېږي، دا دعا خلک خپلو ته کوي او دا چې عثمان غازي او اورخان غازي سره دا خپلوي څرنګه تعريف شي، نو دا اړيکه په لفظونو نه تعبيريږي، دا اړيکه د اسلام په تمدني هويت او خپلوۍ کې پرته ده!

بورصا د ستر عثماني دولت پخوانۍ پلازمېنه ده، د تاريخ په دې لويه خاموشۍ کې يوه عجيبه نسټالژي ده، يوه بله اړيکه ده چې لفظونه يې نه شي تعبيرولى، يو شور دى او يوه غوغا ده چې په سينو کې په څپو ده، خو دا شور د زخمي زړونو خاصه ده او دا زړونه د تغريب په مقابل کې د تمدني مد يو لوى اصلي لورى دى… زه او زما په څېر دا لوى اسلامي خط ولې ځان په دغه لوى اسلامي تراث کې پردى نه بولي او ولې ورسره د خپلوۍ او ګډون اړيکه لري؟ دا هغه موضوع ده چې ريښه يې په شريک تمدني تاريخ او هويت کې ده، غرب له همدې تمدني هويت سره په شخړه دى.

کله چې د دغه ستر عثماني سلطان له مقبرې تېرېدم هلته څو ترکان ولاړ وو، خواږه خواږه يې راوکتل او سلام يې وکړ، د زړه تر خوالې وروسته مې ورته وويل چې په دغه لوی اسلامي تاريخ او تمدن کې د نړۍ مسلمانان شريک دي او هغه په خورا ورين تندي دا يو ستر حقيقت باله او بيا مو سره مخه ښه وکړه.

ترکيه او د ديني هويت قضيه!
دا خبره اوس ډېره تکراري ده خو يو ستر حقيقت دی چې په ترکيه کې خلک په خورا طبيعي ډول جوماتونو او حجاب ته ورستنېږي، او دا هر څه د هويتي قضيې سره اړيکه لري، د ننني انسان تر ټولو لويه پوښتنه دا ده چې زه څوک يم؟ او د دې څوک ځواب خلک خپلو تاريخي اصالتونو ته وړي، خلک په خپلو فرهنګونو او دينونو کې ننوتي او غواړي د نړۍ په جبري تمدني ښکېلتيا کې خپل هويت تثبيت کړي.

ازمير په ترکيه کې د سکولار تفکر د ځواک مرکز دی، کله چې له دې ځايه انتاليا ته تللو په لاره کې زمونږ د کوربه د خسرګنۍ کور و، هغه يې د خواښې پوښتنې ته ولاړ او مونږ هملته نزدې يوه مسجد ته ولاړو، د ماسپښين او مازيګر جمع بين الصلاتين مو وکړ او وروسته مو بيا د ماښام لمونځ د همدې مسجد د امام پسې وکړ، ځوانان کم وو او راغلي وګړي اکثره مشران وو، په ترکيه کې د دعا يو ځانګړی دود دی، مؤذن په وروستي صف کې ودرېږي، کله چې امام سلام وګرځوي نو مؤذن په لوړ اواز اللهم انت السلام و منک السلام وايي، بيا چوپ شي، وروسته بيا د بلې دعا سروکی ووايي او نوره دعا زړه کې وايي، همداسې هر څو ثانيو کې د دعا سروکي وايي او بيا يو وخت امام دعا وکړي، تر دعا وروسته مؤذن په لوړ اواز آيت کرسي وايي او نورې دعاګانې هم.

د عربي ژبې او ليکدود خلا!

د ترکيې د ملت يوه لويه ستونزه له عربي ژبې سره نابلدتيا ده، د دې نابلدتيا اساسي کار د عثمانيانو په ړنګولو سره اتاتورک تر سره کړ، هغه نه يوازې پر عربي ژبې او د دين د زده کړو پر مرکزونو او مسجدونو قدغنونه ولګول بلکه د ترکي ژبې رسم الخط يې له عربي دوده و لاتين ته واړولو، څو کاله مخکې چې دلته په افغانستان کې يو شمېر غرب زده ګانو لاتيني ليکدود ته د پښتو اړولو داعيه راپورته کړه، د دې داعيې خطر انسان په ترکيه کې عملا کتلای شي، د اسلامي نړۍ په ملتونو کې چې کوم څه لا هم شريک دي هغه تر ډېره د همدې شريک عربي الفبا له کبله دي، زمونږ کوچنيان چې کله په ښوونځيو او مسجدونو کې الفبا زده کوي، دوی په دغه الفبا سره د ديني زده کړو مراجعو سره اړيکه پيدا کوي، قرآن کريم لولي او زده کوي يې، د احاديثو کتابونه او معنا لولي، د سيرت مراجع لولي، خو که ژبه يو دم له عربي الفبا لاتيني ته اوړي نو نه يوازې دا د پېړيو ليکلی ديني او فرهنګي تراث پردی کېږي بلکه له دين سره اړيکه خورا پېچلې کېږي. په ترکيه کې دغه پېچلتيا خورا د درک وړ ده.

له عربي ژبې د ترکيې شکول د تاريخ يوه درنه پېښه وه، د ژبې او ليکدود دغه شکون ترکيه له اسلامي او چاپېره عربي نړۍ نه وشکوله، په نظرياتي او تمدني کشمکشونو کې مراجعو ته د ترکانو لاسرسی محدود شو، او دې محدوديت د پرديتوب يوه مرګوني څپه پر ترکي ملت تېره کړه، د اتاترک له دې پرديتابه سره په ترکيه کې اسلامي حرکت خورا پېچلې مبارزه کړې، تر اوږدې مبارزې وروسته چې په ۱۹۹۷ کې مرحوم استاد نجم الدين اربکان ټاکنې وګټلې، د هغه سټراټيژي دا وه چې له اسلامي نړۍ سره د ترکيې اقتصادي، سياسي، اجتماعي او فرهنګي اړيکې ورغوي، او په دې لار کې يې د غرب د (G-7) او سترو صنعتي هېوادونو ډلې په مقابل کې د اسلامي هېوادونو د (D-8) اته ګونې اقتصادي جرګه ګۍ ايجاد کړه، په دې ډله کې ترکيه، بنګلادېش، ماليزیا، اندونیزيا، نایجېريا، مصر، ایران او پاکستان شامل وو، پلان دا و چې دغه هېوادونه به پر ګډو اقتصادي پروژو کار کوي، په لومړي قدم کې به همدا هېوادونه چې هغه مهال يې نفوس ۸۰۰ ميليونو ته رسېده برخه لري او په بل قدم کې به يې غړيتوب پراخوي او ټول اسلامي هېوادونه به په کې شاملېږي. د مرحوم استاد نجم الدين اربکان رح او د هغه د روزل شوي صف د دغه سټراټيژۍ په مقابل کې د ګولن د معنوي ډلې ترکيز له اروپا سره په تودو اړيکو راټول و او هغوی له اسلامي نړۍ سره د دغسې اساسي اړيکو پلوي نه کوله. همدا لامل و چې ترکي سکولار خط چې پوځ يې په خدمت کې و پر اربکان کودتا وکړه او د هغه دا پلانونه په همغه مبدا کې له منځه ولاړل.

تر استاد اربکان کلونه مخکې عدنان مندريس چې له ۱۹۵۰ تر ۱۹۶۰ پورې د ترکيې صدراعظم و، په ترکيه کې پر عربي ژبه اذان ته په اجازه ورکولو او د تدين د بيا ژوندي کولو په تور له بهرنيو او ماليې چارو وزيرانو سره يو ځای په ۱۹۶۱ کې د سکولار پوځي کودتاچيانو له خوا اعدام شول.

پېچلی هويتي کشمکش!

په ترکيه کې الکول قانوني دي، کلپونه او د شپې سات تېريو لپاره اسانتياوې هم شته او بلا نورې کيسې هم، د دين زده کړې عامې نه دي، داسې وګړي هم په کې شته چې د پنځه وخته لمونځونو په اړه يې معلومات نه درلودل، داسې وګړي په کې کم نه دي چې دين ورته د وروسته پاتې توب او ارتجاع زېږنده ښکاري او ټول هوش يې پر هوس، پيسې، خېټې او دې بلې بلا وهلې راټول دی، نو په همدې تناظر کې مې خپل ملګري ته وويل چې مرحوم استاد نجم الدين اربکان په دغسې ترکيه کې کار کولو، او دا مهال رجب طيب اردوغان لګيا دي د باورونو په دې کشمکش کې پهلواني کوي، په دغسې ترکيه کې د قناعتونو بدلول څومره سخت زور غواړي؟ هلته دغه ډلې د بسته ملت د باورونو په قضيه کې دومره بېخنده کار وکړ چې دا شل پنځه ويشت کاله کېږي چې واک ترې د اتاترک فلسفيان له خپل ټول بهرني حمايت او د ګولن له منحرفې معنا سره نه شي اخېستلی.

ترکيه؛ زده کړې څه دي؟

زمونږ د ټرېننګ په وروستۍ ورځ زمونږ ټرېنرې له مونږ هر يو نه پوښتنه وکړه چې د ترکيې څه درته په زړه پورې او نوي وو، هر ملګري په خپل وار خبرې وکړې، ما ورته وويل چې ترکيه داسې وګړي لري چې ټولو ته وطن ګران دی، د دې ځای په اسلامپالو او سکولارېسټانو دواړو کې وطن سره کرښه ده، ګټې يې ورته مهمې دي او د وطن د ابادۍ لپاره په خپلو کې سيالي کوي.

زما په خيال د ترکيې د اسلامپالو تجربه زمونږ لپاره مهمه ده، هغوی تشې دعوې او شعارونه نه پورته کوي، بلکه هغوی چې په ترکيه کې د ولس رايه اخلي نو ولس يې پر کار حساب کوي، تېر ځل چې زه ترکيې ته تللی وم، د هغه ځاي يو ملګري راته په همدې اړه ويلي وو چې دلته خلک په ښاروالۍ انتخاباتو کې ګوري چې زمونږ د ښاروالۍ چارواکي بې غوري کوي او شوړې وهي خو هلته په بله سيمه کې چې د عدالت او پرمختيا ګوند ښاروال دی، هغوی کار کوي، لويې پروژې تطبيقوي، لارې پخوي، د اوبو کانالونه جوړوي او د خلکو غوښتنو ته پام کوي، نو ځکه په بل ځل ټاکنو هغوی ته رايه ورکوي. د کار دا فرهنګ خورا عملي تجربه ده، دا تجربه د جغرافيې او کلتور تر تفاوته نه ده، که نه کېږي يوازې به د تنبلۍ او بې تجربه ګۍ له مخې وي.
په ترکيه کې اسلامپالي پر زغم، ډيالوګ او يو بل منلو باور لري، هغوی په دې باور دي چې هر څوک چې ملت يې وغواړي هغه د ملت واګې اخېستلی شي، که دغه کشمکش شفاف وي، رايې په کې په ريښتيني ډول وشمېرل شي نو اسلامپالي بيا په طرحو او کار کې تر نورو ډېر مخته وي، او ورسره هغوی د خپلو خلکو د باورونو حاملان هم وي نو په دغسې يوه جوړه کې اسلامپالي د سيادت او مشرۍ زرين فرصتونه لري او دغه فرصتونه په ترکيه کې اسلامپالو ډېر ښه مديريت کړي دي. په افغانستان کې له بده مرغه په سکولار خط او اسلاميونو دواړو کې د دې زغم او ډيالوګ کمی دی، دا کمې چې د ثور کودتا يې د غليان ټکی و تر ننه په بېلابېلو بڼو شته، په دا وروستۍ بېلګه کې د وحيد مژده شهادت د همدغسې نه زغم وروستۍ پېښه وه. تر هغه چې مونږ په ګران وطن کې يو بل ونه منو، زغم پيدا نه کړو او پر ګډو ټکو سره راټول نه شو نو بديل به يې استبداد وي او د استبداد عملي پايله زمونږ د تېرو څلوېښتو کلونو ژوندۍ تجربه ده.

په تاريخي لحاظ هم؛ زه چې کله هم نورو وطنونو ته ځم، او هلته د تاريخ شاهدي ګورم، لويې لويې نښې په کې وينم او چې خپل وطن ته ګورم او دلته د يما له زمانې تر دې دمه وختونو په اړه تاريخي پاڼې اړوم نو شاهدۍ ته يې هغومره غني نښې نه تر سترګو کېږي، د دې وطن هغه لويو امپراتوريو که څه کړي نو ښايي څه طبيعي پېښو او څه زمونږ اوږدو جنګونو نړولي وي او هغه څه چې شته هغو ته خرابو امنيتي حالاتو د تګ زمينه نړولې، بس زمونږ وطن په دې برخه کې ډېر خوار دی. خدای دې امنيت او ثبات ټينګ کړي چې دا شته ابدات بياورغول شي او خوندي شي

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

شکلی لیکنه مو کری خدای تعالی خیر درکری. زموژ پخوانی خو پریژده فعلی د واک مداریان دومره دیکتاتور او اوبی صبره دی چی حتی پر انتقاد هم د اسلامیت او افغانیت خخه منتقد باسی. که طالب ته ووایی چی په مسجد کی زانمرگی کول ناروا دی ظلم دی، ولی د یو سو عسکرو لپاره په لسهاوو بی گناه شهیدوی دستی درته دالرخور، غلام، فاسق او …. خطاب کوی. که حکومت ته ووایی چی د وطن د ساتنی په نامه ولی د شپی پر بی گناه خلگو چاپی وهی شزی ماشومان او عام خلگ شهیدوی؟ دستی دی د پاکستان روزلی او… نور لوستل »