ادبي لیکني

لیک/ عزيز ودان

عزيز ودان

ـ مۀ خفه کیږه!

پۀ ونې دنګې انجلۍ هماغسې پرتو خاورو ته کتل.

ـ لیک یې لولې؟ !

سرې سترګې یې راپورته کړې، د بڼو پۀ څوکو یې رڼې اوښکې ډنډ ولاړې وې پۀ حیرانۍ سره یې وپوښتل:

ـ لیک؟ د چا لیک؟

چاغې انجلۍ اوږده ساه واخیسته، څو قدمه وروړاندې شوه، لیک یې دنګې انجلۍ ته وینو، پر اوږه یې سر ورکېښود، وچې شونډې یې وخوځېدې:

ـ د ورور لیک مې.

ـ د ورور لیک دې؟ سینې پرې یې جوخت ونیو، دا یې کله درکړی و؟ تا ولې مخکې راښکار نکړ؟!

چاغې انجلۍ هماغسې پۀ اوږه سر وریښی و، بیا پۀ خبرو راغله:

ـ لۀ سترګو دې وګرځم، زما دنګې وریندارې! شپه پخه وه، ورور مې پۀ خواږه خوب ویده و، د سپوږمۍ سپینې وړانګې لۀ خلاصې دریڅې د ننه کوټې ته راننوتلې وې، د ورور تورې ږیرې مې ځلک واهۀ، ګوړګوتي څڼې یې پر بالښت لکه غنې خورې ورې پرتې وې. ناڅاپه پر دیوال رځوړیدلي برګ کوټ کې څۀ شی وغږېد، ورور مې ټوپ وهل، د کوټ لۀ چپ جیب څخه یې تور شی ، کټ مټ لکه لاسي رادیو ورپورته کړ، موچ یې تاو کړ، سړی وغږېد؛ د ناشنا ځای نوم یې یاد کړ، چې باید هلته ځان راورسوې!

ورور مې همدومره وویل:

ـ امیر صیب امر دې پر ځای کیږي.

ګړندي ګامونه يې واخیستل، لۀ کوټې څخه ووت . چیغه مې کړه!

ـ چېرته ځې؟!

سترګې یې وځلېدې، کټ مټ لکه د شاهین. پۀ مخ کې یې سلطاني روب او دبدبه لۀ ورایه معلومېده، پۀ شونډو یې ګوته کېښوده، وغورېد!

خورجانې ورو!! مور او پلار راویښږي، ویدۀ دي!

بیا یې پۀ خواږۀ نظر راوکتل، څو قدمه راوړاندې شو، د برګ کوټ لۀ مخامخ جیب څخه یې لیک راته ونیو وویل:
دا باید زما پۀ انتظار لالیه ته هغه وخت وسپارې چې ځای د ” ویاړ وي ”

پۀ شرارت مې وویل:

ـ وروره! خامخا!! خو وادۀ دې هم رانږدې دی پۀ ګوتو شمار ورځې پاتې دي زۀ به پکې شوخه نڅا کوم!

نري بریتونه یې څک ودرېدل، وې موسل شیطانې!!

پۀ منډه له کلا څخه ووت.

**

د دنګې انجلۍ پۀ سپین بغوري اوښکه وښوېده! لیک يې پۀ لړزاندو ګوتو پرانیست، پکې لیکل شوي و:
سلام لالیه!!

پوهېږم زما لیک به دې ودردوي، پوهېږې! مینه درسره لرم، خو څۀ وکړم، د دین، وطن، خلکو مینه ما نۀ پریږدې چې پۀ کراره کینم، لالیه! پۀ ګلونو تګ او پۀ پالنګ خوب هغه خلک کوي؛ چا چې ایمان پلورلی وي، د احساس او ضمیره ستنه یې ماته وي، میړني پۀ یرغلګرو غورځنک وروړي، غرور یې ورماتوي او لۀ دیني، وطني نواهیو څخه پۀ زغرده دفاع کوي. لالیه!! کۀ راونه ګرځېدم نو د وصال مزي به پۀ دعا سره ټینګوو.
ستا طالب جان!

پر کاغذ پرتو اوښکو لیک لۀ ځان سره واخیست!

چاغې انجلۍ چیغه کړه وروره!!! ته راغلې! خو سوځېدلی وجود، ما دې پر تابوت لګېدلي تصویر ته اوښکې وڅڅولې

دنګې انجلۍ غریو واخیسته!

ـ همدا د ویاړ ځای دی.

د قبر پر شناخته یې لیکلي و:

پۀ جهان د ننګیالو وي دا دوه کاره!
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

عزیز ودان صاحب ! کوردی ودان، الله ج دی اجرونه درکړی . کشکی د لیکنی عنوان دی بدل کړی یعنی لږ یی لوی کړی جه خلک تری سمدلاسه د لوستلو د پاره لیوالتیا تر لاسه کړی . د مثال په ډول اول مونږ داسی فکر وکړو به داسی وخت کی چه زمونږ ټول ټاټوبی اور اخستی خلک مو وژل کیږی په نشه توکو روږد شوی د هر دول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دی او مونږ یواځی د لیک تر عنوان لاندی بی معنی قیصو او لا د ګل او بلبل په نغمو وخت قربانی کړو نزدی وو چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x