شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

تۀ لکه سوله نۀ په زور ، نۀ په زاریو راغلې
نۀ په خندا راغلې او نۀ مې په سلګیو راغلې

د خوند شېبې! څنګه په پالې، پالې، پالې راغلې
لکه ماشومه په وړو وړو پاپیو راغلې

راځه د مینې مجاهده اوس را غاړې وځه
اوس دې منم چې په تېرو تېرو ازغیو راغلې

آزادۍ ځار دې شم په سرو وینو مو وګټلې
د اوښکو سیند کې د دعاؤ په بېړیو راغلې

د وطن ناوې خفه نشې که ګلونه نشته
زموږ د ژوند په ځوانيمرګو پسرلیو راغلې

ډیوې ډیوې سترګې یې بلې شوې زما په لیدو
د خوښۍ اوښکې یې په غبرګو اننګیو راغلې

ماشومې هیلې “خدرخېله” ورته وټکېدې
چې جنازې مو د ارمان، ارمان زلمیو راغلې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x