افغانستان

وحید عمر: اوربند د بین الافغاني مذاکراتو اساسي شرط دی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په عامه او ستراتېژيکو اړیکو کې د ګد حکومت د مشر «اشرف غني» سلاکار «وحید عمر» وایي، اوربند د افغانانو د خپلمنځي خبرو اساسي شرط دی او ددې شرط پوره کول په طالبانو پورې اړه لري.

وحید عمر په خپل ټويټر لیکلي « موږ د اوربند لپاره واضح دریځ لرو او اوربند د بین الافغاني مذاکراتو لپاره اساسي شرط بولو، دا په طالبانو پورې اړه لري، چې د اوربند په تړاو خپل دریځ واضح کړي، تر هغه وروسته به موږ تبصره او دريځ بیان کړو.»

نوموړي زیاته کړې « هغه مهال، چې د طالبانو او امریکا تر منځ خبرې پای ته ورسېږي او طالبان د اوربند په تړاو پرېکړه وکړي، موږ به خپل استازي ورولېږو، مذاکره کوونکی هیات به ووړ خو د افغان ټولنې د هر قشر استازیتوب به کولای شي.»

د عمر په خبره، دوی مذاکراتو ته تیار دي او د طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو پای ته رسېدو ته انتظار باسي.

عمر داسې مهال «اوربند» د بین الافغاني مذاکراتو شرط بولي، چې د ځینو سرچینو په حواله، په دې وروستیو کې امریکايي لوري طالبانو ته د لس ورځني اوربند وړاندیز کړی.

که څه هم ځيني رسنۍ وایي،  طالبان په  لس ورځني او یا هم هفته ییز اوربند سلا شوي؛ خو تر دې دمه لا هم په دې تړاو د طالبانو رسمي نظر ندی څرګند شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د دوی نوری نخری لا پاته دی ، يوه يوه نور به هم وايی او غواړی ، خو دا ارمانونه به ګور ته يوسی ، غلام او داسی غرتی پرتی .

عبدالقادر

دادکابل اداری سری کرښي نه جوړولاې ښه به و ولی ددوی هره سره کرښه بیا امریکایان په یوه تویت سپینه کړښه کی اودوې خواران حیران ناست وی

الحاج استاذ بیانزی

امریکا ( اضلاع متحده ) هغه هیواد دی چه د فری میسنری یا نظم نوین جهانی په اصولو او پرنسپو یا پالیسیو له اوله جوړه شوی تاسی یی یو ډالره نوټ وګوری د فرعون ( هرم ) چه د نظم نوین جهانی سمبول دی پکی تصویر شوی یو ډالر د نورو ډالرو بنیادی لمړی خخته ده. بل مهم فارمول یی لمړی په اضلاع متحده او بیا په ټولو هغو هیوادو کی چه د امریکا مستعمری یا نیمه مستعمری دی لوړپوړی چارواکی ( چه له یو سلنی هم کم دی ) بیلونر او پاتی نهه نوی سلنه خلک د فقر او… نور لوستل »

نواب

غلام حلقه بگوش او شرط ایخودل ??
وزه د گدی بچیه ??

اجمل

وایی چا په کلی کی نه پریښود، خو هغه ویل چی لکړه می د ملک کره کیږدی. اول خو فکر نکوم چی طالبان اوربند وکړی او حکومت خو قادر پدی هم ندی چی یو لست د څو سړیو جوړ کړی.

بیا طالبان سړیو سره خبرو ته حاضر دی خو لنډغرو، غلو او مفعلو سره لکه وحید عمر فکر نکوم چی خبری هم وکړی.

جميل

اجمل خان !
د دی تبصری افغانی غيرت دی د قدر وړ دی ، خدای دی وکړی چی نور او تر دی هم قدرمن سی او پخپلو نيکو او د همت تبصرو سره د موئمنو او غيرتی افغانانو زړونه وګټی او د دنيا او د آخرت عزت مو نصيب سی ان شاءالله
بريالی اوسی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x