
کابل: بیځایه شوې کورنۍ وایي، تر ژوند مرګ ورته غوره ښکاري
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۸ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د ژمي په رارسېدلو د پلازمېنې «کابل» هوا تر بل هر وخت سړه شوې، په یاد ښار کې راټولې بېځایه شوې کورنۍ وایي، ژوند کې له ګڼو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي او تر ژوند مرګ ورته غوره برېښي.
دغه کورنۍ، چې په قمبر څلورلارې کې راټولې شوې، له منځه یې یوه مېرمن «رحم شاه» طلوع نیوز ته ویلي « څلور کلن ماشوم مو د یخ له لاسه ومړ، تک تور وو، کنګل شوی وو، چې را پورته مو کړ.»
د بېځایه شویو کورنیو غړي وايي، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې اشرف غني ورته وعده ورکړې وه، چې ستونزې به یې حلوي او د سر پناه غم به یې خوري؛ خو د پنځو کلونو په تېرېدو یې بیا هیڅ پوښتنه ورباندې نه ده کړې.
د یادو شویو کورنیو یو تن غړی«تاج محمد امیري» وایي «زموږ سره یې وعده وکړه، چې زه که کامیاب شوم، زه به ستاسو عمومي کار جوړ کړم، تاسو ته به کور درکړم، ستاسو به مکتب معلوم شي، کلینیک به معلوم شي، پنځه کاله بادشاهي یې وکړه، پر موږ یې هیڅ پوښتنه ونکړه.»
واړه ماشومان داسې مهال د یخنۍ له امله د ارګ تر زنې لاندې مري، چې د بېځایه شویو کورنیو غړي وایي، تر هرې دولتي ادارې یې خپل غږ رسولی؛ خو چا اورېدلی نه دی.
دوی خپلو کورنو ته، کلیو ته نشی تلای. د کابل د ښار د ګڼی ګوڼی یواځنی علت هم همدا دی چی خلک له ولایاتو څخه دلته راغلی او دا ځای یی نسبی په امن کی لیدلی. څه نا څه کار و بار هم په کابل کی شته. خو طالبان کوښښ کوی چی دا ښار هم د ځینو ولایاتو په شان بی امنه کړی. خلک څه وکړی چیرته ولاړ شی؟ په کلیو او بانډو کی ژوند کول نا ممکنه بریښی نه کار شته نه روزګار. هلته طالبان مسلط دی او خلک له هغو خاینو چی هلته طالبان مسلط وی په تیښته… نور لوستل »