نړۍ

ايغوري مسلمانه: د چين حکومت ميندې او ماشومان سره جلا کوي، لمونځونه مو په اشاره کول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): په چين کې د شرقي ترکستان سينکانګ ايالت يوې ايغوري مسلمانې «ګلبهار جلیل» د حکومت په جبري کمپ کې له يوه کال زندان وروسته رسنيو ته په دغه زندان کې د ليدلو ظلمونو او وحشت کيسې کړي دي.

ميرمن ګلبهار جلیل له الجزيرې تلويزون سره د مرکې پر مهال ويلي، چينايي چارواکو په دغو جبري کمپونو کې نوي پيدا شوي ماشومان له خپلو ميندو جلا کول، بچي به يې له جبري کمپ زندان څخه بهر ول او ميندې به يې په سخت حال کې په زندان کې پرتې وې.

نوموړې وايي، د نوي پيدا شوي ماشوم ميندې به زما تر څنګ په داسې حال کې ناستې وې، چې له سينو به يې شيدې بهېدې، خو ما يې هېڅ مرسته نه شوای کولی.

آغلې ګلبهار زياته کړې، «په زندان کې پر موږ د لمونځ، اودس او حجاب بنديز و، موږ ته يې زېړ رنګې لنډې جامې راکړې وې، هلته ځينې نجونې وې، چې پنځه وخته لمونځونه به يې په اشاره کول، قرانکريم به يې لوست او شپه ورځ به يې له الله تعالی دعا غوښتله، خو شونډې به يې نه ښورولې.»

مېرمن ګلبهار جلیل دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې چينايي حکومت په سنکيانګ ايالت کې لس لکه ايغوري مسلمانان په کمپونو کې بند ساتلي او د هغوی د مذهب بدلولو لپاره يې بېلابېلې لارې چارې پيل کړي دي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، چې چينايي حکومت د ایغوري مسلمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډک چلند کوي او دوی اړ کوي، چې له خپل دينه تېر شي او د چنيايي کلتور برخه وګرځي.

که څه هم په اندونيزيا، ماليزيا، فلسطين او يو شمېر نورو هېوادونو کې د ايغوري مسلمانانو په ملاتړ او چينايي حکومت پر خلاف ولسي لاريونونه شوي، خو د اسلامي نړۍ سربېره د بشري حقونو ټولنو او ملګرو ملتونو تر اوسه د ايغوري مسلمانانو د ژغورنې لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نثار افريدي

الله د په هغو راحم وکړي او پر مو د غرک لخوا تپل شي غلام حکومتونه او غلام نظاميان تباه و برباد کړي امين

فدامحمدنومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط الله سبحان وتعالی دي د چينايي مسلمانانو مدد په خپل قدرت سره وکړي . داسلامي هيوادو حکمرانان د خپل قدرت په نشو باندي نشه دي . يواځي خپل ځان او خپل اولاد پيژني ، که نه چي يوو ځل ټول اسلامي هيوادونه د يوې اونۍ لپاره په چيناپي توليداتو بنديز ولګوي ، چينايي حکمرانان به د ايغوري مسلمانانو لاسونه او پښې ورښکل کړي. خو افسوس چي دا ټول ظلم اوستم چي په مسلمانانو کيږي ، دا ټوله زموږ د حکمرانانو له لاسه دی.الله جل جلاله دي مسلمانانو ته يوو بهادر ، شجاع ، سرنيری ،… نور لوستل »

محمد حسین ہنرمل

وايي پر زورور دي وروستلای نه سم او له کمزوري دي را ګرزولای نه سم) …… افغانستان له څلویښتو کالو څخه وروسته لا هم د دوی په اند نه دی مسلمان سوی، مګر د چاینا د رټل سویو #ایغور مسلمانانو په هکله یې پاليسي بیا داده چې نه به وزارت خارجه تش د چیني حکومت د مظالمو خلاف کوم بیان ورکړي او نه به میډیا څه داسې مواد خپروي په کوم کې چې پر چیني حکومت نیوکه سوې وي- له لاندیني لیک خپرولو څخه اخبار هم معذرت و غوښت وايي د پاليسۍ ضد کالم دی، وروسته بیا د سوشل ميډيا… نور لوستل »

Shahidullah

الله د په هغو راحم وکړي او پر مو د غرک لخوا تپل شي غلام حکومتونه او غلام نظاميان تباه و برباد کړي امين

1 ځواب

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x