
امريکا په عراق او سوريې کې د حزب الله ډلې لسګونو ملېشو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): امريکا وايي، په عراق او سوريې کې يې د ایران پلوې حزب الله ډلې پر مرکزونو بریدونه کړي، چې له امله يې د دغې ډلې لسګونو ملېشو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» وايي، د حزب الله ډلې پر مرکز يې دا حمله د هغه برید په ځواب کې کړې، چې وړمه ورځ د عراق په کرکوک سيمه کې د حزب الله ملېشو په توغنديز برید يو امريکايي قراردادي وژل شوی او ګڼ نور امريکايي او عراقي عسکر په کې ټپيان شوي وو.
د پنټاګون وياند جوناتهن هوفمن په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، دا ځوابي بریدونه يې د حزب الله ډلې د حملو په ځواب کې کړي دي.
U.S. conducted defensive strikes in Iraq and Syria against 5 Kata'ib Hezbollah facilities in response to recent attacks against @CJTFOIR coalition force https://t.co/yvc1nIjMav
— Jonathan Rath Hoffman (@ChiefPentSpox) December 29, 2019
نوموړي زياته کړې، چې په دغو بریدونو کې د حزب الله ډلې پنځه مرکزونه په نښه شوي، چې درې يې په عراق او دوه يې په سوريه کې دي.
هوفمن خبرداری ورکړی، که د ایران او روسيې په ملاتړ جنګېدونکې حزب الله ډلې ملېشې د امريکا له دفاعي بریدونو خپل ځان خوندي کول غواړي، نو پر امريکايي او ايتلافي عسکرو دې له بریدونو ډډه وکړي.
حزب الله ملېشې څوک دي؟
حزب الله د شيعه ملېشو ډله ده، چې د ایران په ملاتړ په لبنان، عراق او سوريې کې فعاليتونه کوي، د ایران له سپاه پاسدران ملېشو سره قوي اړيکې لري.
امريکا وايي، حزب الله ډله په منځني ختيځ کې د ایران په ملاتړ وسله وال فعاليتونه کوي، چې له امله يې په عربي هېوادونو تاوتريخوالی او نا امني زیاته شوې ده.
پنټاګون خبرداری ورکړی، که د حزب الله ملېشو راتلونکي وخت کې پر امريکايي او ايتلافي عسکرو بریدونه وکړل، تر دې به له سخت ځواب سره مخ شي.