افغانستان

بغلان: ۴۰ دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): د بغلان ولايت مرکز پلخمري او مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند سيمو کې ۴۰ دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره ورځ څلوېښت تنه دولتي عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو ته ورغلي دي.

مجاهد وايي چې د دعوت او ارشاد کميسيون ولايتي مسؤلينو يې هرکلی کړی دی او هغوی ته یې د ارام ژوند تيرولو ډاډ ورکړی دی.

د بغلان ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت ځينې دولتي عسکر له طالبانو سره يوځای کيږي چې طالبان يې د ورتګ هرکلی کوي او هغوی ته د ډاډه ژوند تضمين ورکوي.

بايد وويل شي چې د تيرې دوشنبې په ورځ هم په ننګرهار او بغلان ولايتونو کې د دوو قومندانانو په ګډون ۲۰ عسکر له طالبانو سره يوځای شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x