افغانستان

بلخ: طالبانو ۴۲ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۹ مرغومي، ۱۳۹۸ل): طالبانو په بلخ ولايت کې د‌ دولتي عسکرو په کاروان برید کړی دی چې په نتيجه کې ۴۲ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د بلخ ولايت کشندې ولسوالۍ اړوند پايين ناقيلو سيمه کې د دولتي عسکرو په کاروان بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې ۱۸ عسکر وژل شوي او ۲۴ نور ټپيان دي.

مجاهد ويلي دي چې په وژل شويو کسانو کې دوه قومندان هم شامل دي او همداراز د قومندان نجيب په نامه يو بل قومندان ټپي شوی هم دی.

نوموړي ويلي دي چې په دې بريدونو کې ۷ ټانګونه ويجاړ شوي دي او يو شمير وسلې او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تيره ورځ د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو په قرارګاه بريد کې د يو قومندان په ګډون ۲۱ عسکر وژلي وو.

د بلخ ولايتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x